Homeخبرونهپاکستان، د افغان کډوالو د قضیو پر ورو ارزونې نیوکه کړې

پاکستان، د افغان کډوالو د قضیو پر ورو ارزونې نیوکه کړې

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ】‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، د ناروې د کډوالو د شورا د مشر اندېښنو ته په اشارې، چې د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د پراخې ایستنې په اړه یې کړې وې، د لوېدیځو هېوادونو له سفارتونو د دوی د قضیو د ورو ارزونې په اړه نیوکه کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د هغو زرګونه افغانانو د قضیو په ارزونه کې پرمختګ، چې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د بیا مېشتېدو ژمنه ورکړل شوې، ډېر ورو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې له دغه هېواده ایستل شوي دي، قانوني اسناد نه لري او په ناقانونه ډول اوسېدل.

تر دې مخکې، د ناروې د کډوالو د شورا مشر، یان اېګلند ویلي و، په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې پاکستان تر دې دمه ۸۰۰ زره افغان کډوال ایستلي او ایران هم د ۲ میلیونه نورو کډوالو د ستنولو اراده لري.

پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند په دې وروستیو کې ډېر تریخ شوی او هره ورځ لسګونه تنه افغان کډوال ترې ایستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...