تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ】د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي د ښځینه زده کړو لپاره په دې وروستیو کې دوه هیله بښوونکي، پرمختګونه شوي دي.
خلیلزاد وايي، لومړی دا چې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ او ټينګار یې وکړ، چې د زده کړو حق د ښځو او سړو لپاره یو ډول دی.
نوموړی دغه راز وایي چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي، شېر محمد عباس ستانکزي هم له مشرتابه غوښتي، چې د نجونو د زده کړو حقونه باید ورکړل شي.
ستانکزي پرون یکشنبه له خپل مشرتابه وغوښتل چې ژر د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې خلاصې کړي.
خلیلزاد دغه زیاته کړې، چې د ټولو هېوادپالو افغانانو ترڅنګ علماء او د طالبانو حکومت نور چارواکي هم د زده کړو د بندیز “مخالفت” وکړي او د نوي لمریز کال له پیل سره د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
د طالبانو حکومت له راتګ وروسته افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې تړل شوې دي.
وروستی بندیز د روغتیایي انسټېټیوټونو وو، چې طالبانو ترې نجونې منع کړې.
تالب ته ويل شوي چي نجونو پرمخ به مکتبونه او پوهنتون خلاس کړه. ستاسو داظلم په عاجزترين انسانانو نه افغان اونه نوري نړي ته د منلو وړ ده چي جوړ او پعال مکتبونه چي له جمهريت نه پاتي شول تاسو د نجونو پر مخ وتړل.
اوس به امريکا او تالب ځانته يوه دخټي پزه جوړوي