چهارشنبه, جنوري 22, 2025
Homeخبرونهمتقي له روزا اوتنبایوا سره پر پراختیایي مرستو خبرې کړي

متقي له روزا اوتنبایوا سره پر پراختیایي مرستو خبرې کړي

‏تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر له مشرې، روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د پراختیايي مرستو ترڅنګ پر ګڼو نورو مسایلو خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې امیرخان متقي په بېلابېلو برخو کې پر اقتصادي ثبات ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې نږدې راتلونکې کې به د چټکې اقتصادي ودې شاهدان وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د يوناما مشرې ویلي، په تېرو درېیوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پراختيايي مرستو کچه له بشري مرستو زياته شوې ده.

امیر خان متقي دغه راز په کابل کې د قطر له شارژدافیر دوکتور مُردِف القاشوطي سره هم کتلي دي.

په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

دې کتنه کې همدارنګه د قطر پر بشري او نورو مرستو هم بحث شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب