چهارشنبه, جنوري 22, 2025
Home+په ښوونځیو کې پټ ښوونیز نصاب| عزیزالله انیس

په ښوونځیو کې پټ ښوونیز نصاب| عزیزالله انیس

دویمه برخه:

    پوښتنې دا دي چې د ښوونځيو ادارې باید په خپل پټ نصاب کې کومو مضامینو ته ځای ورکړي؟ څه وخت او څنګه یې تدریس کړي؟ موږ مخکې وویل چې پټ نصاب تر ډېره د سیمې د خلکو له پوهې او کلتور څخه اغېزمن وي، خو ښوونیزې ادارې مسؤلیت لري، چې د سیمې د خلکو پوهه لوړه او کلتور یې د اړتیا مطابق غني کړي. د یو مثبت پټ نصاب د تدریس لپاره لاندې مضامین یادولی شو:

  • ټولنیز کېدل: کله چې ماشوم په کورنۍ کې وي، له محدودو اشخاصو سره یې اړیکه وي، خو چې ښوونځي ته راشي، دلته ګڼ شمېر زده کوونکي وي، په لسګونه د ده همضولي له ده سره په ټولګي کې وي. همدا د ټولنیز روږدي کېدو تر ټولو بهترین ځای دی. خو کېدای شي ناسم کلتور دی لا ګوښه ګیر کړي. که یو زورو ماشوم د کمزوري ماشوم قلم په زور ورڅخه خپل کړي؛ که درې ماشومان په یو نابلده ماشوم باندې ملنډې ووهي؛ که یو زورو ماشوم د کمزوري ماشوم بیسکټ ورڅخه وخوري… نو ټولنیز کېدل به ونه غوړېږي. خو که موږ ماشومانو ته د سالمو لوبو زمینه برابره کړو، له یو او بل سره د خندا موقع ورکړو، په ګروپي بڼه یې درس زده کولو ته کېنوو، نو بیا دوۍ پوهېږي چې په یوازې ځان لوبې نشم کولی، خوشاله نشم اوسېدلی، ترڅو چې ملګری راسره همکاري ونکړي، درس نشم زده کولی. همدتسې قرار په کې د ټولنیز کېدو روحیه پیاوړې کېږي.
  • جرائت او زړورتیا: زموږ زده کوونکي به هغه وخت زړور او باجرآئته وي چې د خبرو کولو وخت ورکول شي. خپل نظر پر ته له کومې وېرې بیان کړای شي. موږ باید ټولو زده کوونکو ته د خبرو کولو فرصتونه برابر کړو. کله چې په خبرو کې له کوم زده کوونکي څخه غلطي کېږي یا نامعقولې غوښتنې کوي، نو رټل او ریشخند کول یې په کار نه دي. څه چې زده کوونکي وویل، که ناسم هم ؤ، خو ده ته سم ښکارېدل. که نن ورټل شو، نو سبا چې سم څه هم ذهن ته ورشي، نه یې وايي، فکر کوي چې دا به هم ناسم وي.
  • پر ځان باور: باید زده کوونکي په تدریجي ډول له داسې چیلنجونو سره مخ کړو چې د بریالیتوب چانس یې زیات وي. د دې لپاره اړینه ده چې د خپلو زده کوونکو له استعداد څخه خبرتیا ولرو او د استعداد مطابق ورته د ازمایښتونو فرصتونه ورکړو. کله چې زموږ زده کوونکی په مسلسله توګه بریالی شي، نو پر ځان بارو یې زیاتېږي.
  • زغم او تېرېدنه: یوه ورځ د څلورم ټولګي نماینده دوه زده کوونکي ادارې ته راوستل. یوه یې نس ټینګ نیولی ؤ، ژړل یې. نماینده بل زده کوونکي ته په اېشارې وویل چې پلانی یې په نس کې وخوت. زه هغه زده کوونکي ته په غوسه شوم چې د بل ماشوم په نس کې ورختلی ؤ. د زده کوونکي د جزايي کولو په نیت له میز څخه راتاو شوم، خو ژوبل شوي زده کوونکي په ژړا کې راته وویل: مدیر صیب! وهه یې مه، زه په غلطۍ کې ورڅخه ژوبل شوم. زه په خپل ځای حک حیران ودرېدم. موږ چې دا څووم نسل په جنګونو کې لویوو، نو د ټولو په زړه کې د انتقام اور بل وي. ځکه دلته له ډېرو خلکو سره زیاتی او ظلم شوی. هغوۍ چې زور یې نه لرلو، همېشه یې حقوق زورورو خوړلي. بښنه او تېرېدنه د کمزورۍ په نښه بدله شوې. ښوونیزو ادارو ته په کار ده چې په ټولنه کې د زغم او تېرېدنې کلتور عام کړي. که موږ یو ماشوم وهو او ډبوو، هغه بل کمزوری ماشوم ډبوي، هغه بل کمزوری له ځان کمزوری ګوري… په دې ډول د زغم کچه کمېږي. د دې ترڅنګ په ښوونځي کې باید زغم او تېرېدنې ته د یو ارزښت په شکل وکتل شي، هغه زده کوونکي چې زغم لري او تېرېدنه کوي، باید د نورو زده کوونکو پر وړاندې وستایل شي.
  • د رهبريت او مدیریت هنر: د دې لپاره چې زده کوونکي مو د رهبري او مدیریت وړتیا پیدا کړي، نو د کوچینو کارونو د مدیریت کولو فرصتونه ورکوو. په ښوونځیو کې داسې فرصتونه بې شمېره دي. کولی شو ځینو ته ټولګي نمایندګي ورکړ، ځینو ته د څارندوی کمېټې مشري، ځینو ته د فرهنګي کمېټې مشري، ځینو ته د دېوالي جریدې سمبالښت ورسپارو، ځینو ته د سرلین جوړښت ورله غاړې کوو، ځینې نور بیا د ګروپي سیالیو لپاره په کوچنیو ډلو وېشو او هرې ډلې ته یو مشر ټاکو، ځینې یې د سپورټي لوبو مشران کوو. په دې طریقه په خپلو زده کوونکو کې د مشرتوب حس پیاوړی کوو او وخت ناوخت ورته لازمې مشورې ورکوو.
  • د نظافت او پاکوالي کلتور: په ډېری ښوونځیو کې د نوکانو او وېښتانو کمولو ته نظافت ویل کېږي او یوازې د نظافت له دې دوو برخو څخه لیدنه کېږي. په کار دی چې په زده کوونکو کې د لاسونو، پښو، جامو او بوټانو پاک ساتلو عادت عام شي. د دې ترڅنګ د ټولګي او ښوونځي نظافت ته ځانګړې توجه په کار ده. کله چې زده کوونکي له حاجت رفع کولو څخه راګرځي، نو لاسونه مېنځل یې باید عادت وګرځي. زده کوونکو ته باید وښودل شي چې نظافت مراعت کولو ستاسو د لوړ شخصیت ښکارندوی دی.
  • هېوادنۍ مینه: د لازمو اسانتیاوو نشتون او ورسره تړلي سخت ژوند په ولس کې هېوادنۍ مینه کمزورې کړې. د ښوونځیو عظیم مسؤلیت جوړېږي چې په راتلونکي نسل کې هېوادنۍ مینه وروزي. د دې لپاره اړینه ده چې ملي ورځې په ځانګړو مراسمو ونمانځو. د ملي مشاهیرو انځورنه ځای ځای په ښوونځي یا ټولګیو کې نصب کړو. د هېواد د ملي اتلانو او له ویاړه ډکو ورځو په مناسبت کوچنۍ غونډې او سمینارونه دایر کړو. که په کومه ورځ د هېواد په کومه برخه کې غم او وېر وي، په دې ورځ باید په ښوونځي کې د غم شریکۍ په پار ځانګړی چلن وکړو. د ښوونځي هر سهار باید په ملي ترانو پیل کړو. تر ټولو مهمه دا چې د ښوونځي اداره ملي ارزښتونو ته د واقعي ارزښت په سترګه وګوري.
  • عدالت: موږ څو لسیزې د کمزورو حکومتونو له امله په بې عدالتیو کې ژوند کړی. اوس په کار دی چې موږ خپلو زده کوونکو ته عدالت کول او عدالت غوښتل ورزده کړو. د ښوونځي ادارې باید هر زده کوونکي ته جرائت ورکړي چې خپل حق وغوښتلی شي. هغه زده کوونکی چې خپل حق غواړي، که د ښوونکي یا ادارې لخوا تهدید شي، نو د لسګونو نورو زده کوونکو جرائت ورسره وژل کېږي؛ نو په دې خاطر د هغو غږونو ځانګړی احترام په کار دی چې د عدالت د تطبیق غوښتنه کوي.
  • د زده کوونکي شخصیت ته احترام: زموږ زده کوونکی، که څه هم کوچنی او ناپوه دی، خو د یو پوره انسان په سترګه باید ورته وګورو. خبرې یې باید واورو. په غوښتنو یې باید غور وکړو. مینه ورته ورکړو. په درد یې ودردېږو. هغه وخت چې خواخوږي ته اړتیا لري، خواخوږي ورسره وکړو. له غم، درد او خوشالي یې ځان خبر کړو. موږ پر ښوونځي کې یو دود لرو، کله چې د کوم زده کوونکي نږدې اقارب وفات شي، نو کوشش کوو چې د ادارې او ټولګیوالو په استازولي یې په جنازه کې ګډون وکړو او کله چې زده کوونکی ښوونځي ته راشي، نو ټول زده کوونکي ورته په ګډه د سیمې د رواج مطابق فاتحه کوي.

     نور ګڼ داسې شاخصونه شته چې د اخلاقو، ټولنیز تعامل، اړیکو او عالي کلتور په غِنا کې له زده کوونکو سره مرسته کولی شي. دلته به د ټولو لیکل مشکل شي، خو د ښوونځيو ادارې باید ټول هغه موارد پیدا کړي چې د پټ نصاب په موثریت کې مرسته کولی شي.

عزیز انیس

۱۴۰۳/۱۱/۱

په ښوونځیو کې پټ ښوونیز نصاب| عزیزالله انیس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب