تاند (شنبه، د نرغومي/ جدي ۲۹ مه) د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالي کې د ځنګل د وېش پر سر په وسلهواله نښته کې یو تن وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د ځنګل د وېش پر سر جګړه د اله سای ولسوالۍ د چایخېل او معصوم کلیو د اوسېدونکو ترمنځ شوې ده.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې جګړه کې یو زوړ سړی وژل شوی او د دواړو لورو ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، د دې قضیې په تړاو د جګړې د تنظیموونکو او عاملانو د پېژندلو لپاره ۳۵ کسان نیول شوي دي.
د ځنګل د وېش د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د راپورونو له مخې، د کاپیسا په ختیځو ولسوالیو کې د غرنیو ځمکو، چې د جلغوزیو وحشي ونې لري، د وېش پر سر ناندرۍ اوږده مخینه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ستونزه له ډېر پخوا د دې دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د اختلاف موضوع وه، چې په پایله کې یې وسلهواله نښته شوې ده.
د دې ټولو علت لوږه او جهالت ده. نه یواځې د اله سای بلکه د ټول افغانستان دغمیزی ریښه لوږه، محرومیتونه او جهالت دی. تیره اونی زموږ سیمه کی د یوې وړی ټوټې زمکی په سر شخړه وشوه زما په ګډون نورو کسانو جرګه وکړه د حل لار مو مطرح کړه لا اعلان مو نه وکړی چی ځوانان د همدی یو ټوټّه زمکې سره نږدی یو بل سره په شخړه شول، په دوی کی دری تنو وسله لرله وسله والو ټوپ کړل یو یوه لښتي کی موضع ونیوله دوه نورو د یوې پشتې او پاڼ خواته ځان پټ کړ ډزې وشوی دوه تنه ځای په ځای او دری ټپیان شول. ټپیان اوس روغتون کی دی. عجیبه خو داچی دوه ټپیان د خپل سړی له خوا ویشتل شوی دا ځکه چې ټول سره ګد وو. نو دا جهالت نده څه دی دا صحنه به می ترمرګه هیره نشی.