Homeخبرونهد کمال خان بند اوبه د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره د...

د کمال خان بند اوبه د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره د زرنج په لور خوشي شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۹ مه) په نیمروز ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست اعلان وکړ چې د کمال خان بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د زرنج پر لور خوشې شوې دي.

د نیمروز د انرژۍ او اوبو رئیس، عبدالقهار ناصر، ویلي چې د کمال خان بند اوبه د نیمروز د کروندګرو د پرله‌پسې غوښتنو له کبله خوشې شوې دي.

عبدالقاه ناصر د شنبې په ورځ، د مرغومي ۲۹مه، وویل چې د دې ریاست انجنیران موظف شوي ترڅو د بند اوبه په عادلانه ډول د نیمروز د ځمکوالو او کروندګرو لپاره ووېشي او مدیریت کړي. هغه زیاته کړه چې د کمال خان بند اوبه به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې د زرنج ښار لشکري کانال ته ورسېږي.

د نیمروز د انرژۍ او اوبو ریاست وايي چې د کمال خان بند اوبه به د زرنج ښار او د کنگ او چخانسور ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.

دغه ریاست زیاته کړې چې په دې فصل کې د کمال خان بند د اوبو خوشې کېدا د غنمو او اوربشو د کرنې لپاره مناسبې دي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست په نیمروز ولایت کې اعلان کړی چې د کمال خان بند اوبه د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د زرنج پر لور خوشې شوې دي. د نیمروز د انرژۍ او اوبو رئیس، عبدالقهار ناصر، ویلي چې د کمال خان بند اوبه د نیمروز د کروندګرو پر پرله‌پسې غوښتنو خوشې شوې دي.

عبدالقاه ناصر د شنبې په ورځ، د مرغومي ۲۹مه، وویل چې د دې ریاست انجنیران موظف شوي ترڅو د بند اوبه په عادلانه ډول د نیمروز د ځمکوالو او کروندګرو لپاره ووېشي او مدیریت کړي. هغه زیاته کړه چې د کمال خان بند اوبه به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې د زرنج ښار لشکري کانال ته ورسېږي.

د نیمروز د انرژۍ او اوبو ریاست وايي چې د کمال خان بند اوبه به د زرنج ښار او د کنگ او چخانسور ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوب کړي. دغه ریاست زیاته کړې چې د کمال خان بند د اوبو خوشې کول په دې فصل کې د غنمو او اوربشو د کرنې لپاره مناسب دي.

د کمال خان بند د اشرف غني د ولسمشرۍ په مهال جوړ شو خو کانالونه یې لا بشپړ شوي نه و.

ایران هماغه مهال د دې بند پر جوړېدا اعتراض کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...