Homeخبرونهاروپايي اتحادیه د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو لویې کمیشنرۍ...

اروپايي اتحادیه د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته ۳۶ میلیون ډالر ورکوي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۹ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) او د اروپایي اتحادیې (EU) ترمنځ د یوې تازه موافقې پر اساس به اروپايي اتحادیه په ۳۶ میلیون یورو مرستې په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شویو افغانانو او په افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د دوی د کوربنو ټولنو ملاتړ وکړي.

په دې اړه د اروپایي اتحادیې په خبرپاڼه کې راغلي دي د دې اتحادیې په دې پیسو سلګونه زره افغان کډوال، راستنېدونکي او کورني بې‌ځایه شوي کسان له اساسي خوندیتوب، د ژوند معیشت فرصتونو او نورو لومړنیو خدماتو څخه برخمنېږي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د پلاوي سرپرستې، ورونيکا بوسکوویچ پوهار وویل:
«اروپایي اتحادیه به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. د کډوالو د لویې کمیشنرۍ  لپاره دا نوې مرسته د کډوالۍ په برخه کې زموږ د لویو هڅو یوه برخه ده چې بې‌ځایه شویو ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو ته د فرصتونو او اړینو خدماتو ملاتړ برابروي. زموږ مرسته به د افرادو او پراخو ټولنو د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي.»

په افغانستان کې د UNHCR استازي، عرفات جمال وویل: «له اروپایي اتحادیې سره دا اوږدمهاله همکاري زموږ د هغو هڅو لپاره یو مهم پرمختګ دی چې په کوربنو هېوادونو کې د راستنېدونکو او کډوالو ملاتړ کوو. د دې نوښتونو هدف یوازې د ژوند ژغورونکي مرستې چمتو کول نه دي، بلکې د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره هغه وسایل برابرول دي چې خپل ژوند بیا جوړ کړي او خپلو ټولنو ته وده ورکړي.»

دا درې کلن پروګرام به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې پیل او د ۲۰۲۷ تر دسمبر پورې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...