یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهپه دوه ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې...

په دوه ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې شوي

تاند【شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه】د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وایي، چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي ۲۹ افغانان نن خوشې شول.

د کونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د جمعې په ورځ (د زمري ٢٨مه) کراچۍ ته د ننوتو پر مهال د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کسانو له ځان سره د کډوالۍ کارتونه درلودل؛ خو مخکې له دې چې زندان ته ولېږدول شي، د اړوندو پوليسو له خوا خوشې شول.

دغه راز د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي پرون جمعه هم د پاکستان له زندانونو ۱۶ افغانان ازاد او بېرته هېواد ته را ستانه شول.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له دوو تر شپږو ورځو بندي شوي وو.

په دې وروستیو کې پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

وړمه ورځ پاکستان کې د طالبانو کونسلګرۍ هم د افغان کډوالو پر نیولو اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې وه، چې پاکستاني پولس په یوه او بله پلمه افغان کډوال زنداني کوي.

1 COMMENT

  1. ګوری چی دا ټول ځوانان دی. په ډیرو هیوادو کی د ځوانانو انرژی، مسلک او کسب ته ضرورت دی خو نا اهله ملایانو ته چل نه ورځی چی څنګه کارونه ځوانانو ته مهیا کړی. طالب حکومت ټول کارونه ملایانو ته سپارلی چی مسلکی، با تجربه او د کار اهل کسان ندی. اوس هم ټول خلک د امارت په اصطلاح اسلامی حکومت څخه په تیښته کی دی ځکه پوهیږی چی آینده به یی ښه نوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب