Homeخبرونهطالبانو؛ راستنېدونکو پانګوالو ته د امتیازونو طرزالعمل توشیح کړ

طالبانو؛ راستنېدونکو پانګوالو ته د امتیازونو طرزالعمل توشیح کړ

تاند 【شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹】د طالبانو د حکومت مشرتابه د بیرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح کړ.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دغه طرزالعمل په ۱ مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې منظور شوی دی.

د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاري ده.

مولوي هبة الله اخندزاده د بیرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کوي، چې تر دې وړاندې یې صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه هم ځانګړې کړې ده او دا مهال یې د وېش چارې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...