شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهجرمني وايي، افغانستان ته د کډوالو د لېږلو لړۍ بیا پیلوي

جرمني وايي، افغانستان ته د کډوالو د لېږلو لړۍ بیا پیلوي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۹ مه) د جرمني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې دغه هېواد پریکړه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په دوبی کې به افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د لېږلو الوتنې بیا پیل کړي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې اروپايي اتحادیه د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره د سختو تګلارو د پلي کولو په برخه کې خپل فشار زیات کړی دی.

د اروپایي اتحادیې د مهاجرت جګپوړي چارواکي، مګنوس برونر، د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په خبرو کې وویل: “د ستنولو موضوع د اروپایي اتحادیې یوه له اصلي لومړیتوبونو څخه ده.”

هغه ټینګار وکړ چې اروپایي اتحادیه د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره د اغیزمنو اقذاماتو ژمنه کړې ده.

یونان، چې اروپا ته کډوالو د ننوتلو یوه مهمه دروازه ګڼل کېږي، له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی. د دغه هیواد په ستونزو کې یوه هم  د بې سرپرسته ماشومانو زیاتېدونکی شمېر او همداراز د کډوالو د مدیریت ستونزې دي. شمیرې ښیي چې تېر کال یونان ته د بې سرپرسته ماشومانو د ورتګ شمېر تر دوه برابره زیات شوی دی.

د اروپایي اتحادیې د مهاجرت او پناه پالیسۍ تړون چې د ۲۰۲۴ په مې میاشت کې تصویب شو، د مهاجرت د ښه مدیریت لپاره یو لړ نوي پالیسۍ وړاندې کړي دي.

د دې تړون اصلي موخې د پولو د امنیت پیاوړتیا، د پناه غوښتنې پروسې ساده کول، او د غړو هېوادونو ترمنځ د یووالي زیاتوالی دی.

دغه تړون غړو هېوادونو ته لارښوونه کړې چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د بشري حقونو درناوی وکړي.

سره له دې، د بشري حقونو ډلو لکه “پي‌اي‌سي‌ایم” د دغو پرېکړو د منفي اغېزو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

دغو ډلو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پر ایستلو باندې زیات تمرکز ممکن خلک خطرناکو لارو ته وهڅوي.

هغوی وړاندیز کړی چې پر ایستلو د تمرکز پر ځای باید د قانوني مهاجرت لپاره حللارې ولټول شي، ترڅو د بشري حقونو د سرغړونې مخه ونیول شي.

که څه هم شمیرې ښيي چې د پناه غوښتنې په غوښتنو او اروپا ته د ناقانونه مهاجرینو په تګ کې کموالی راغلی، خو د دې تګلارو د اغیزو په اړه د بشري حقونو او د کډوالو د ژوند وضعیت په تړاو ګڼې پوښتنې راپورته شوي دي.

افغانستان ته د کډوالو د لېږلو په اړه د جرمني پریکړه د اروپایي اتحادیې په مهاجرتي پالیسیو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو د دې پریکړې پایلې لا هم مبهمې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب