Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ د یوه جګپوړي امنیتي قوماندان د وژلو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د یوه جګپوړي امنیتي قوماندان د وژلو ادعا وکړه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د سراج جتويي د وژنې او په ایف ډبلیو او باندې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ویندوی جنید بلوچ پرون (شنبې) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، «د دوی سرښیندونکو د قابض پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو له‌خوا جوړ شوي تش په نوم د مرګ سکواډ مشر، سراج جتوئی، ته د اعدام سزا ورکړه او همدارنګه یې په تربت کې د ایف ډبلیو پر غړیو د موټر بمي چاودنې برید کړی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ سرښیندونکو د جنورۍ په ۹مه په ډاډر سیمه کې عملیات ترسره کړل او د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو له‌خوا د مرګ سکواډ پر مرکز یې برید وکړ. په دې عملیاتو کې د مرګ سکواډ مشر، سراج جتوئی، او درې نور کسان نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...