Homeخبرونهمتقي د سره صلیب او سره میاشت د فدراسیون له مشره د...

متقي د سره صلیب او سره میاشت د فدراسیون له مشره د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه

تاند(یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د شنبې په ورځ په کابل کې د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون د آسیا-پسیفیک سیمې له مشر، الیګزاندر متیو سره په کتنه کې د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه. دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

متقي د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د روغتیایي خدمتونو د پراختیا غوښتنه یې وکړه، په تېره بیا د له هغو ماشومانو سره چې په زړه سوري دي. هغه د IFRC څخه وغوښتل چې د افغانستان په ولایتونو کې د روغتیایي خدماتو او مرستو بنسټونه پیاوړي کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې په ځانګړې ډول د هېواد د محدودو روغتیایي منابعو د تمویل او تجهیز په برخه کې د بشري همکارۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د IFRC استازي د افغانانو د ملاتړ لپاره د خپلې ژمنتیا ډاډ ورکړ.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو فدراسیون د دې کتنې پهاړه تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...