جان روان ځاځی
افغانستان او چين دوه لرغوني هېوادونه دي، د تاريخ په اوږدو کې يې د متقابل درناوي پر بنسټ اړيکې پاللي او د خلکو ترمنځ اقتصادي همکارۍ يې د دغو اړيکو د دوام سبب شوي او د سيمې او نړۍ اقتصادي او کلتوري چارې يې پياوړې کړې دي.
د افغانستان او چين ترمنځ سرحدي پوله شاوخوا ۹۲ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۹۶۳م کال د نومبر په ۲۲مې نېټې د افغانستان د شاهي دولت او د چين ولسي جمهوريت په پلازمېنې بېجينګ کې لاسلیک کړې او د دوستۍ پولې نوم یې ورکړی دی. که تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړو، تراوسه د افغانستان او چين ترمنځ کومه لویه او یا کوچنۍ ستونزه نه ده رامنځته شوې او دواړو هېوادونو د دوستانه ګاونډيانو او متقابل درناوي پر بنسټ اړيکې پرمخبېولي دي.
سږ کال د افغانستان او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ۷۰مه کليزه ده.
تاريخي سندونه ښيي، د افغانستان او چين ترمنځ سیاسي اړیکې په ۱۸مې میلادي پېړۍ کې پيل شوې دي، خو دلته به د نوي چين له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړيکو ته تم شو.
د افغانستان او چين ترمنځ د سیاسي اړيکو څرک د غازي امان الله خان په وخت کې لګېدلی دی، همغه مهال د چينګ لېن بونګ په مشرۍ د چين د حکومت يو پلاوی کابل ته تللی و او د افغانستان دولت سره یې د رسمي اړيکو په اړه خبرې کړې وې او یوې هوکړې ته هم رسیدلي وو. د افغانستان شاهي دولت همغه مهال محمد شریف خان د لوی کونسل په توګه د چين شينجيانګ سیمې ته استولی و. د غازي امان الله خان له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې کشمکش او اړدوړ روان شو او د پاچا نادر خان تر څلور کلنې دورې پورې له چين سره د افغانستان په اړيکو کې کوم لوی بدلون نه تر سترګو کېږي، خو کله چې پاچا ظاهر شاه د واک پر ګدۍ کېناست، نو څه موده وروسته د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی څپرکی پرانیستل شو.
د افغانستان او چين ترمنځ د سفارتونو په کچې سیاسي اړیکې د ۱۹۵۵م کال د جنورۍ په ۲۰مې نېټې پيل شوې دي. عبدالصمد خان په بېجينګ کې د افغانستان لومړی سفیر و او د همدې کال په نومبر کې یې خپل باورلیک د چين ولسي جمهوریت فقید رهبر ماوزودونګ ته وړاندې کړ او په کابل کې د چين ولسي جمهوريت لومړی سفیر دینګ ګویو و، چې په همدې کال یې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ته خپل باورلیک وسپاره او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي سیاسي اړيکې پيل شوې او دودیزو اړیکو ته یې د رسمیت، پراختیا او پایښت ځواک ورکړل شو.
د افغانستان او چين د رسمي اړيکو په جوړېدو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ وغوړېدې او اقتصادي، کولتوري او تجارتي اړیکو یې پراختيا وموندله.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو پيل و، خو په حقیقت کې يې اړيکې زرګونه کاله مخينه لري او پېر يې ورېښمو لرغونې لارې ته ورګرځي او له همغه وخت راهیسې یې خلک راشه درشه لري.
ورېښمو لرغونې لار له چين څخه پيل د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، اروپا او ان تر افريقا غځېدلې وه او خلکو به پرې تجارتي او سوداګريز کاروانونه کول، چې په ترڅ کې به یې د هېوادونو ترمنځ رسمي راشه درشه هم کېدله. دلته به د يوه چيني راهب شيوان ځانګ يونليک (لوېديځ ته سفر) ته لږ تم شم او ښايي ځيني افغانان يې له نوم سره هم اشنا وي او ځيني به یې اوس دلته دده په اړه لږ څه مالومات ولولي.
شيوان ځانګ په ٦٠٢م کال کې د چین د تانګ امپراتورۍ د پلازمېنې چان ان ښار(اوسنی شي ان) کې زیږیدلی و. نوموړی له نن څخه شاوخوا ۱۴۰۰ کاله پخوا په يوه اوږده سفر وتلی او د چين د شينجيانګ له لارې د منځنۍ اسیا او بيا جنوبي اسیا ته تللی و. شيوان ځانګ په يوه يونليک (لوېديځ ته سفر) کې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترڅنګ د افغانستان ډېرې سیمې يادې کړې دي. نوموړی د چين د شينجيانګ له لارې قزاقستان، سمرقند او تاشکند ته تللی او ورپسې د افغانستان بلخ، بدخشان، کندوز او باميان ته رسیدلی او له هغه ځایه بیا د خيبر پر لارې بنو، هنګو……او د هند ګڼو سیمو ته تللی دی.
شيوان ځانګ د افغانستان له تاريخي ځایونو (بامیان، ډرونټې سمڅې، د هډې ګندهارا اثار، کاپیسا….) لیدنې کړي، په خپل يونلیک کې یې د باميان د بوده مجسمو يادونه کړې او مهمه دا چې، په دغې سیمې کې يې د يوې بلې مجسمې يادونه هم کړې ده او ويلي یې دي، چې دغه مجسمه د څملاستي په حال کې داسې پرته ده، چې د يوه لاس څنګل يې کات او ورغوی یې سر ته تکيه کړی دی. دغه مجسمه تراوسه نه ده پيدا شوې او یا ښايي د طبیعي پېښو پرمهال له خاورو لاندې شوې وي.
که څه هم د دواړو هېوادونو پر رسمي اړيکو ۷ لسیزې اوښتي، خو خلک یې له زرګونو کالونو راهيسې، چې تاريخي مخينه یې ورېښمو لرغونې لارې ته ستنېږي، راشه – درشه لري.
که څوک د ورېښمو لرغونې لارې له نوم سره اشنا وي، نو په اورېدو يې په ذهن کې د تور او سپین تلویزیون پر پردې د ژر ژر تېرېدونکو انځورونو په څېر د اسونو او اوښانو کاروانونه انځورېږي. ورېښمو لرغونې لارې د نړۍ درې لويې وچې اسیا، اروپا او افریقا سره نښلولې وې او د يادو درېيو لویو وچو د تمدنونو په غوړېدو او ودې کې يې ځانګړی رول لوبولی دی. پر دغې لارې به نه يوازې د سیمو او هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې کېدې، بلکې هنرونه، دودونه، مذهبي او ديني زده کړې، کلتوري راکړې ورکړې، طبي لارښوونې، پوهې، فنکاري، نظر تبادلې او داسې ډېر شیان به لاس په لاس کېدل او یوه نسل څخه بل نسل ته به سېنه په سېنه په ميراث پاتې کېدل.
د انسانانو په ژوند کې د سهولتونو او اسانتياوو په راپیدا کېدو سره دغې لارې ته شا وګرځول شوه او د وخت په تېرېدو سره مړه شوه، اوس پرې تګ راتګ نه کیږي، خو په هغو هېوادونو کې يې د اثارو څرک لګېږي، چې دغه لار پرې تېره شوې وه او اوس یې یوازې نوم د تاریخ په غېږې کې پروت دی.
چين هوډ کړی، چې ورېښمو لرغونې لار بیا راژوندۍ کړي او نړۍ ته یې د کمربند او لارې وړاندیز کړی، چې پکې سمندري او ځمکنۍ لارې شاملې دي.
افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی او هغمه مهال د ورېښمو لرغونې لارې رڼه ملغلره بلل کېده او د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره يې د دې لارې د ابادۍ او انکشاف او پرمختيا لپاره مهم خدمتونه کړي دي او اوس هم وخت ترې تېر نه دی، کولی شي له کمربند او لارې نه ګټه پورته او د سیمې پر څلور لارې بدل شي.
یادونه:
په پورتينو مالوماتو کې ځيني نومونه او نېټې د سي جي ټي اېن پښتو هندارې (مجله) نه اخځ شوي دي.