Homeخبرونهتخار کې ناپېژانده وسله والو یو چینایي وګړی وژلی

تخار کې ناپېژانده وسله والو یو چینایي وګړی وژلی

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】تخار ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د رسنیو د دفتر سرپرست، محمد اکبر حقاني وايي، په دې ولایت کې نا معلومه وسله والو یو چینایي وګړی وژلی دی.

دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت د دشت قلعه په لاره کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې وژل شوی چینایي وګړی، چې «لي» نومېده او د امنیتي چارواکو له خبرولو پرته له خپل ژباړن سره یوه نامعلوم لور ته روان و.

د سرچینې په وینا، په دغه پېښه کې د دغه چینایي ژباړن ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...