جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبان ؛ افغانستان کې د بریدونو اصلي عاملین پاکستاني او تاجکستاني اتباع...

طالبان ؛ افغانستان کې د بریدونو اصلي عاملین پاکستاني او تاجکستاني اتباع دي

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】 د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په خپل کلني راپور کې تاجکستاني او پاکستاني اتباع په افغانستان کې د بریدونو اصلي عاملین بللي دي.

دغه راپور نن چهارشنبه د دلوې میاشتې په دریمه نېټه خپور شو.

طالبانو په دې راپور کې ادعا کړې، چې دا بریدونه له افغانستان څخه د باندې طرح شوي دي.

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون وایي “شر اچوونکېپروژهې” په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې له منځه وړل شوي دي.

طالبان خپلې مخالفې ډلې د “شرانداز او فتنې” په نوم یادوي.

په راپور کې دغه کمیسیون ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې ګڼ شمېر قوماندانان، د مهمو څانګو مشران، د مهمو بریدونو طرحه کوونکي او پلي کوونکي او سلګونه غړي یې وژلي او نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی له خوا د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د نیولو او زورولو ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو په تېرو درې کلونو کې په زیات شمېر کسان داعش او مقاومت جبهې، سره د مرستې په تور او دغه راز په زیات شمېر کسان پخواني جمهوري حکومت کې د دندې په تور نیولي او شکنجه کړي دي.

د راپور له مخې دغه ډلې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې میشت دي او فعالیت کوي.

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون د باوري معلوماتو په لرلو سره ادعا کړې، چې دغه کسان له یو شمېر اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي استخدام شوي کسان د کراچۍ او اسلام اباد د هوايي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته لېږدوي.

2 COMMENTS

  1. بښنه غواړم چه دا لاندې لیک د پاسیني په پښتو لیک په اړه زه دلته یو پخوانی په فارسی لیکل شوی لیک کاپی یا عکس اچوم، هو راته څو کاله وروسته د داؤد خان د دفاع وزیر له خوا ماته وویل شو چه کله چه ماته د کار په دوره کې چه آمر د غنم په مقابل د کار وم په ۱۹۷۳ کې زهر راکر شو د پاکستان لاس په کې ؤ مګریواځې تر هغه پوهېدلم چه د تاجکستان نه دا سویسی زهر فیض آباد ته راوړی شوی ؤ! او په لاندې لیک کې مې لیکلی چه یو سویسی قاضی القضات غر ختونکی راته اشاره راکړې وه! زما د زهر نه ژوندی پاتې کېدل په ټوله نړۍ ډاکتران یې حیران کړی ؤ ځکه چه د یو افغان داکتر کمال سعید ۱۹۷۴ کال کې وویل چه د نړۍ د داکترانو غوڼډه په دهلي کې چه پاس له پنځ سوه داکتران په کښې ؤ، حیران پاتې شول چه له دې زهر نه څرنګه زه ژوندی پتې شوی یم، خو اصلي قصه دا ده چه داسې راته ښکاره شوه چه تاجکستان له غرب سره له ډېر قدیم نه هم غرب سره پټ اړیکې درلودلې:
    [
    ​معلومات مؤثق برای تاریخ نویسان:

    یازدهم روز نشست صبغت الله در سال ۱۹۹۲ در طیاره به طرف شهر دوشنبه در پرواز شدم و یک چوکی پیشتر که پوشتی دو چوکی را خوابانده بودند، قونسل تاجکستان با فرید مزدک و یار محمد در گیلاس های خود شرابی را ریختند و گیلاس ها را بلند کردند و قونسل تاجکستان به دیگران گفت: «حال دگر تاجکستان بزرگ را میسازیم»! در طیاره جز ما چها نفر در همین قسمت کسی دیگری نبود. در وقت پایین شدن از خانم خدمتگار یا ستیوردس پرسیدم که این ها کی بودند که گفتند فرید مزدک و یارمحمد و قونسل تاجکستان که یقین غرب به تاجکستان از طرف جاسوس خود بوخرر سویسی راپور رد و بدل میکردند که در سال ۱۹۷۱ به من قاضیالقضات ولایت برن سویس معلومات داده بود! در مجموع این معنی را دارد که غذب فکر تجزیهٔ افغانستان و وصل ساختن تاجکستان را به افغانستان در نظر داشته است!].

  2. آیا تاجکستان اجازه خواهد داد تا از قلمرو اش “جبهه دوم” علیه طالبان ایجاد گردد؟
    https://taand.net/?p=249877
    ایکانومیک ټایمز: پاکستان هڅه کوي چې له تاجکستان سره د طالبانو صد ایتلاف جوړ کړي
    https://taand.net/?p=249852
    طالبان وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش د غړیو د روزنې مرکزونه جوړ کړي
    https://taand.net/?p=249757
    د تاسو درسانیو مستنداتو ته په کتو هرڅه پاکستان کوی خو یاد ساتي چې امریکا غواړی پاکستان ژر تر ژره تجزیه کړي خو تاجکستان نغواړی له پاکستان سره یاري وکړی ځکه پاکستان ګنده ده هرڅوک چې له ګنده هیواد یا کس سره نږدی اړیکي پالي نو پخپله هم ګنده کیږي نو امریکا اوسني نوی ولسمشر په تیره دوره کې وویل چې موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره ورکړل خو پاکستان موږ سره همکاری نه بلکه خیانت یې وکړ تاسو کولای شي د ټرمپ د تیرې دوری ویناوی وګوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...