چهارشنبه, جنوري 22, 2025
Homeخبرونهټرمپ: که اېلن ماسک ټیک ټاک اخلي زه یې ملاتړ کوم

ټرمپ: که اېلن ماسک ټیک ټاک اخلي زه یې ملاتړ کوم

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې که امریکایي میلیاردر اېلن مسک وغواړي ټیک ټاک ټولنیزه رسني واخلي، هغه به ورسره هوکړه وکړي.

ټرمپ تر هغع مخکې د هغه قانون پلي کول ځنډولي وو،چې پکې په متحده ایالاتو کې بندیز د ۷۵ ورځو لپاره و.

ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي،چې نوموړي پرون سه شنبه د سلواغې په دوهمه په یوه فرمان کې، د ټېسلا کمپنۍ مشر او خپل کمپایني ملګری، اېلن ماسک د یوې مشورتي ډلې رییس وټاکه.

د رویټرز راپور کې راغلي وو، چې دغه بنسټ به د “دولت اغېزمنتیا” په نوم یادیږي او د حکومت د پراخو لګښتونو د راکمولو طرحې به عملي کوي.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، (د مرغومي په ۲۸مه) یو قانون تایید کړ، چې له مخې یې، که د دې اپلیکیشن اصلي شبکه تر یکشنبې پورې ونه پلورل شي او فعالیت به یې په امریکا کې بند شي.

د دې قانون تر رسمي کیدو څو ساعته مخکې، یعنې د شنبې په شپه، (د مرغومي په ۲۹مه) ټیک‌ټاک امریکایي کاروونکو ته دا پیغام واستاوه او د اوس لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه:
«په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک د بندیز قانون نافذ شوی دی. له بده مرغه، دا معنا لري چې تاسو به اوس د ټیک‌ټاک له استعمال څخه محروم یاست.»

ټیک‌ټاک په متحده ایالتونو کې یو له خورا مشهورو ټولنیزو رسنیو څخه دی چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، چې ډېری یې ځوانان دي.

د ټیک‌ټاک ځواکمن الگوریتم، چې د دې اصلي شتمني ګڼل کېږي، کاروونکو ته شخصي شوې لنډې ویډیوګانې وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب