تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】د ناروې د کډوالۍ شورا مشر، یان اېګلېنډ د ډونالډ ټرمپ له لوري د درېیو میاشتو لپاره د مرستو ځنډول د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پریکړه به د افغانستان پر ښځو او نجونو جدي اغېزې ولري.
نوموړي زیاته کړې چې که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري استثنا رامنځته نه شي، دوی به اړ شي چې دغه مرستې راکمې کړي او د نجونو لپاره په ځانګړو پروګرامونو کې د ښځینه کارکوونکو دندې پاېته ورسوي.
اېګلېنډ دغه اندېښنه وروسته له هغې شریکه کړې، چې ټرمپ د یوه فرمان په ترڅ کې پر افغانستان د درېیو میاشتو لپاره بهرنۍ مرستې وځنډولې.
دا اندېښنه داسې مهال څرګندېږي، چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په روان ژمي کې کابو ۱۵ ملیونه په افغانستان کې د خوړو له بېړنۍ نا امنۍ سره مخ دي.