Homeخبرونهد نوین پر انسټاګرام پوست؛ د فاروقي او راشد زړه خواله

د نوین پر انسټاګرام پوست؛ د فاروقي او راشد زړه خواله

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۳مه】د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی نوین الحق پر خپل انسټاګرام له راشد خان سره یو ځای انځور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې:
” باران لوبه ځنډولی شي، خو موډ یا طبعیت نشي خرابولی ـ کشره ډېر هغه یې”

د کرکټ د ملي لوبډلې بل تېز توپ اچوونکي لوبغاړي فضل الحق فاروقي ورته په کمنټ کې لیکلي: “ډېر څه”.

نوین یې په ځواب کې د ټوکې په بنه لیکلي، چې: ” ګپ شپي یې”.

خو بل لورته راشد خان بیا ورته لیکلي: “یو خو ستا هرڅه کې کار وي لکه شړومبو مچ کېنه چېرته مړه لږ مو ژوند ته پرېږده”.

په ټولنیزو رسنیو کې د لوبغاړو ترمنځ ټوکې ټکالې او خوښي د دوی مینه وال هم خوښ ساتلی شي.

د انسټاګرام ټولنیزې رسنۍ په زیات شمېر کاروونکو د دوی انځور ته لیکلي، چې اتلان دې تل اباد وي.

د ملي لوبغاړ د ژوند ډېره برخه پر لوبو تېرېږي، چې له همدې امله ټولنیزو رسنیو کې د دوی لږه شوخي هم د خلکو د پام وړ ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...