شنبه, جنوري 18, 2025
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز

لومړۍ برخه: بشري شبکې

لومړی فصل: معلومات څه دي؟

لیکوال راته وايي، چې د بنسټي مفاهیمو تعریفول تل ستونزمن وي. په دې چې دغه مفاهیم د یو شي اساس خو وي، مګر پخپله کوم اساس نه لري، چې تعریف يې پرې وشي. ګڼ فیلسوفان، بیولوژي پوهان او ان فزیکپوهان په دې اند دي، چې معلومات د واقعیت تر ټولو ابتدايي جوړښتي خښتې دي، ان تر مادې او انرژي هم ډېر ابتدايي. په روزمره ژبه کې معلومات موږ عموما په بشري سمبولونو پورې تړو، لکه ګړنۍ او لیکنۍ کلمې.

له دې وروسته لیکوال له جرمنیانو څخه د شمالي فرانسې د ازادي په خاطر د امریکایي لښکرو یوې جګړې ته په اشارې سره وايي، چې په دې جګړه کې د امریکايي پوځ یوه ډلګۍ د جرمنیانو په خوا کې بنده پاتې وه او کله به چې د دوی ځواکونو توغندي وارول، نو د دې امکان و، چې د دښمن په ځای خپله دغه ډلګۍ هدف وګرځوي. نو دغې ډلګۍ په پیغام وړونکې کوتره خپل پیغام تر خپلو ځواکونو ورساوه، چې له احتمالي ګواښ څخه ځان وژغوري. د دې پېښې شاهدانو ویل، چې کوترې په زخمي حالت کې د برید تر ځایه پیغام ورساوه. وروسته د شیر امي په نوم دغه کوتره په یوې امریکايي اتلې بدله شوه. نو د کوترې له خوا وړل شويو معلوماتو یوه لویه ډله انسانان د مرګ له خولې را وژغورل.

خو اړینه نه ده چې معلومات دې تل بشري سمبولونه وي. د نوح سیلاب چې پای ته ورسېده، نو استول شوې کوترې د زیتون وچې خاشې بېرته ورسره راوړې او په اسمان کې شنه زرغونه ولیدل شوه. له دې ځایه کوتره، زیتون او شنه زرغونه د سولې او زغم په سمبولونو بدل شوو. خو تر شنې زرغونې ډېر لرې سمبولونه هم معلومات کېدلی شي. مثلاً ستورپوهانو ته د ستورو جوړښت او حرکت مهم معلومات ورکوي. د بیدیاوو مسافرو ته شمالي ستوری دا ښيي، چې شمال کومې خوا ته دی. خو نجومیانو ته بیا په ستوري کې د یوه فرد او بشپړې ټولنې د راتلونکي داستان سترګکونه وهي.

ښکاره ده، چې د معلوماتو په تعریف کې لیدلوری مهم دی. یو سمبول به د یو چا لپاره مهم معلومات وي، خو د بل چا لپاره به بې معنا کرښې وي. دغه راز، هر توکی معلومات هم دی او نه هم دی. نو ځکه د معلوماتو تعریف هم ستونزمن کېږي.

په دې ځای کې لیکوال یو ځل بیا د تاریخ پاڼو ته ور ګرځي او د عثمانيانو او برتانویانو ترمنځ د جګړو په جریان کې د سارا آرونسون په نوم د یوې جاسوسې په اړه راته وايي، چې بریتانویانو ته يې د عثماني لښکرو د خوځښت او شمېر په هکله د معلوماتو لپاره د خپلې کړکۍ تړل او وازول په یوه کوډ بدل کړي و او په دې ډول به يې برتانوي لښکرو ته د دښمن په اړه معلومات ورکول. نو دلته وینو چې کړکۍ هم معلومه نه ده، چې کله به معلومات وي او کله به مازې یوه کړکۍ وي. معلومات ابهام لري، یو نفر به پرې پوهېږي، بل نفر به هېڅ بوی هم نه ترې وړي. برتانوي عسکرو د پټو پیغامونو او جاسوسۍ لپاره له کوترو هم استفاده کوله، خو یوه کوتره د عثماني پوځ د يوه افسر په انګړ کې وغورځېده او عثماني ځواکونه پوه شو، چې کوترې د جاسوسۍ لپاره استخدام شوې دي. نو دلته هم وینو، چې معلومه نه ده کله یوه کوتره، پیغام وي او کله مازې یوه کوتره وي.

له پورتنیو خبرو لیدل کېږي، چې معلومات د مادي توکو په توګه نه شو تعریف کولی. هر توکی – ستوری، کړکۍ، کوتره – په خپله زمینه کې معلومات کېدلی شي. دلته پوښتنه دا ده، چې په کومه زمینه یا متن کې یو توکی معلومات دی؟ د معلوماتو خام لیدلوری راته وايي، چې یو توکی د حقیقت د لټون په زمینه کې معلومات دی. یانې که یو شی خلک د حقیقت د لټون لپاره کاروي، نو هغه توکی معلومات دی. دغه لیدلوری معلومات په حقیقت پورې تړي او انګېرنه يې دا ده، چې د معلوماتو اصلي دنده د واقعیت ښودنه ده. دغه لیدلوری استدلال کوي، چې معلومات د واقعیت ښودنې هڅه ده، او کله چې په دې هڅه کې کامیاب شي، نو دې ته موږ حقیقت وایو. مثلاً د سارا کوترو برتانوي پوځ ته د عثماني لښکرو شمېر لس زره وښوده او په واقعیت کې هم دغه شمېر لس زره و، نو دلته معلومات حقیقت ته د رسېدو ذریعه شوه. خو که داسې ونه شوو، نو بیا معلوماتو سم واقعیت نه دی انځور کړی.

حقیقت څه شی دی؟

حقیقت داسې څه دی، چې د واقعیت ځینې اړخونه راته ښيي. د حقیقت تر شا اصلي فرضیه دا ده، چې یو نړیوال واقعیت موجود دی. خو حقیقت او واقعیت دوه مختلف شیان دي، ځکه یوه خبره چې هر څومره هم حقیقي وي، د واقعیت ټول اړخونه نه شي راته په ډاګه کولی. بېرته پورتني مثال ته ورځو: که برتانوي پوځ ته یهودي جاسوسانو دا پیغام ورکړ، چې لس زره عثماني جنګیالي دي، نو دا معلومات د واقعیت یوه اړخ ته اشاره کوي، مګر ګڼ اړخونه يې نه راته بیانوي. مثلاً دې جنګیالیو کې يې څومره نوي دي، څومره يې تجربه کار دي، څومره يې ټپي او روغ دي، څومره يې ناروغ او له کاره لوېدلي؟ څومره يې زړور دي او څومره يې بزدله؟

دلته یوه بله ستونزه دا ده، چې واقعیت ګڼ لیدلوري یا د لید زاویې هم لري. مثلاً نن ورځ اسرائیل، فلسطینیان، ترکان او برتانویان پر عثماني امپراتورۍ د برتانوي یرغل په اړه مختلف لیدلوري لري. خو دا په دې معنا نه ده، چې په بشپړه توګه مختلف واقعیتونه موجود دي، بلکې واقعیت فقط یو دی، مګر مغلق دی.

د واقعیت یو پوړ عیني دی، چې د خلکو په باورونو پورې هېڅ تعلق نه نیسي. مثلاً دا چې سارا آرونسون ځانوژنه وکړه، یو عیني واقعیت دی. خو دا ویل چې سارا آرونسون د الوتکې په پېښه کې مړه شوه، دا یوه غلطي ده. [سارا وروسته د عثماني پوځ لاسته ورغله او د دې لپاره چې تر شکنجې لاندې یې حساس معلومات له خولې ونه وځي، ځانوژنه يې وکړه.]

واقعیت یو ذهني پوړ او ذهني فکټونه هم لري، لکه د بېلا بېلو خلکو باورونه او احساسات، خو په دې صورت کې هم فکټونه له تېروتنو څخه جدا کولی شو.

د ذهني پوړ یو اړخ د یوه شخص ملیت دی. خو ملیت یوازینی شی نه دی، چې د خلکو لیدلوري اغېزمنوي. اسرائیلي ښځې او اسرائیلي سړي د سارا په اړه مختلف نظرونه لري؛ ښي اړخي او چپیان ډول، ډول نظرونه لري؛ ارتوډوکس او سیکولر بیا نور نظرونه لري. په یهودیت کې چې ځانوژنه حرامه ده، نو ارتوډوکس یهودیان د سارا ځانوژنې ته د اتلولۍ په سترګه نه ګوري.

پورته مو وویل، چې واقعیت ګڼ لیدلوري لري. خو پوښتنه دا ده، چې که واقعیت لیدلوري لري، نو آیا ټول لیدلوري به راټولوو؟ مثلاً که د سارا ژوندلیک لیکو، نو آیا د هر اسرائیلي او فلسطیني وګړي نظر به اخلو؟ خو د واقعیت دغه ډول ښودنه، بیا ښودنه نه پاتې کېږي، بلکې همدا پخپله واقعیت دی. اصلي نکته دا ده، چې د واقعیت په هکله تر ټولو حقیقي معلومات هم یو واقعیت په بشپړ ډول نه شي انځورولی. حتماً به ځینې اړخونه وي چې له پامه به غورځي او یا به په بدله بڼه انځورېږي. نو حقیقت د واقعیت یو په یو انځورنه نه دی، بلکې حقیقت، زموږ مخې ته د واقعیت ګڼ اړخونه ږدي او ګڼ اړخونه يې له پامه غورځوي.

معلومات څه کوي؟

د معلوماتو خام لیدلوری راته وايي، چې معلومات د واقعیت ښودنې هڅه ده. دا لیدلوری مني، چې ځینې معلومات واقعیت په سمه توګه نه انځوروي، خو یاد لیدلوری دغو حالتونو ته د «تېروتو معلوماتو» یا «غلطو معلوماتو» په توګه ګوري. تېروتي معلومات یوه صادقانه اشتباه ده، چې یو څوک هڅه کوي، چې واقعیت وښيي، مګر اشتباه ترې کېږي. مګر غلط معلومات ارادي دروغ دي، چې هغه مهال ویل کېږي، چې کله یو انسان په شعوري ډول د واقعیت د مروړلو هڅه وکړي.

خام لیدلوری په دې عقیده هم دی، چې د تېروتو معلوماتو او غلطو معلوماتو له کبله د پېښو شویو ستونزو حل لاره پخپله نور معلومات دي. معلومات چې ډېر شي، تېروتنې هم ورسره کمېږي.

خو لیکوال له دې لیدلوري سره ډېر کلک مخالف دی. مثلاً نجومیان او ستورپوهان دواړه خپل معلومات له ستورو څخه اخلي. خو د ستورو په اړه چې د نجومیانو معلومات هر څومره ډېر شي، نجومیان به بیا هم غلط وي. خو حقیقت دا دی، چې په دې سربېره هم نجوم شناسي زموږ په تاریخ ډېر پراخه اغېز لرلی دی. لویو، لویو امپراتورانو به په خپله امپراتورۍ کې نجومیان ساتل، چې د ستورو د حرکتونو له مخې د امپراتورۍ د ښې او بدې خبرداری ورکړي. تر دې چې د امپراتور له اجازې پرته په هوروسکوپ کې کتل ممنوع و، په دې چې د امپراتورۍ زوال یا مرګ یې پکې لیدلی شوی. رومي امپراتورانو به له پرېکړو کولو مخکې له نجوم شناسانو سره وخت په وخت مشوره کوله. ان په ۲۰۰۵ کال کې هم د میانمار جنتا د نجوم‎شناسي له لارښوونې سره سم خپل پایتخت له یانګون څخه ناپيدا ته انتقال کړ.

د نجوم شناسي مثال راته په ډېره روښانه توګه وايي، چې تېروتنې، دروغ، اسطورې او افسانې هم معلومات دي او د خام لیدلوري د خبرې برخلاف، معلومات له حقیقت سره کومه حتمي اړیکه نه لري او په تاریخ کي يې دنده د شته واقعیت ښودنه نه ده. بلکې معلومات دوه بېل شیان له یو بل سره تړي او نوي واقعیتونه پنځوي. د معلوماتو اصلي ځانګړنه، ښودل یا انځورل نه ده، بلکې اتصال او تړل ده. معلومات په یوه شبکه کې مختلف ټکي له یو بل سره وصلوي. معلومات موږ ته د یو څه په هکله اړین معلومات نه راکوي، بلکې ګڼ شیان د یو بل په خوا کې ږدي.

په یوه مثال کې يې موسیقي در واخلئ. د موسیقي ساز، سر او لی د هېڅ شي ښودنه هم نه کوي، نو ځکه څوک دا پوښتنه هم نه کوي، چې دا موسیقي صحیح ده که غلطه؟ خو همدا موسیقي د جنګیالیو ویني جوشوي، په کلبونو کې زلمیان په نڅا راولي، د کلیسا په غونډو کې په یوه آهنګ لاسونه پړکېږي او د ورزش مینه وال په یوه غږ د بریا نعرې وهي.

معلومات یوازې په تاریخ کې پدیدې او توکي له یو بل سره نه تړي، بلکې په بیالوژي کې هم ورته چاره لیدلی شو. مثلاً DNA په نظر کې ونیسئ. زموږ DNA هغه مالیکولي معلومات دي، چې عضوي ژوند يې ساز کړی دی. د برګو خرونو نسلونه، نسلونه له زمریو څخه تښتي، سره له دې چې د برګو خرونو په DNA کې د زمري یا د تېښتې رشتې نشته. دغه راز، د برګ خره په DNA کې د لمر، باد، باران یا بلې هېڅ خارجي پدیدې جوړښت هم نشته.

مګر DNA د دې په ځای چې د شته شیانو استازي وکړي، په بشپړه توګه نوي شیان پنځوي. مثلاً د DNA مختلفې رشتې کیمیاوي پروسې پیلوي، چې په پایله کې يې اډرینالین تولیدېږي. اډرینالین هم د هېڅ واقعیت استازولي نه کوي، بلکې په ټول بدن کې جریان کوي او د نورو کیمیاوي پروسو سبب ګرځي، چې د زړه ضربان تېزوي او غړو ته د وینې جریان چټکوي. د DNA او اډرینالن دغه پروسې په زړه، پښو او د بدن نورو برخو کې ټریلیونونه حجرات سره نښلوي او یوه شبکه رامنځته کوي او بیا د دغې شبکې په مرسته برګ خر توانېږي، چې لوی، لوی کارونه وکړي، لکه له زمري څخه تېښته یا نور. که DNA د واقعیت ښودنه کولی، نو بیا موږ پوښتنه کولی شوی، چې آیا د برګ خره DNA د زمري تر DNA واقعیت ډېر ښه انځورلی شي؟ آیا د یوه برګ خره DNA رښتیا وايي او بل برګ خره ته یوې جعلي DNA غلطه لارښوونه کړې؟ کله چې د DNA دغه شبکه له منځه لاړه شي، ورسره د حیوان مرګ هم پېښېږي. خو په دغه ډول د یوې شبکې له منځه تلو ته پاشېدل ویل کېږي، غلط معلومات نه بلل کېږي. د شبکو دغه ډول ماتېدنه د هېوادونو، سیاسي ګوندونو او خبري شبکو لپاره هم صدق کوي. د دوی وجود هم هغه مهال له ګواښ سره مخ کېږي، چې کله يې د جوړوونکو اجزاوو ترمنځ اړیکې ختمې شي.

معلومات په یوه شبکه کې مختلفې نکتې سره وصلوي او نوي واقعیتونه پنځوي. په مثال کې يې د مارک زوکربرګ د میټاورس دنیا را اخلو. میټاورس مجازي دنیا ده، چې په ټوله کې له معلوماتو سازه شوې ده. دغه مجازي دنیا، زموږ د حقیقي نړۍ استازي یا انځور نه دی، بلکې بالکل یوه نوې دنیا ده، چې خپل قوانین او مقررات به لري، خپلې ځمکې او جایدادونه به لري. دلته به خلک اړیکې ټینګوي، له خوځښتونو سره به یو ځای کېږي، دندې به لري او عاطفي لوړې او ژورې به تجربه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب