پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۹ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست په ۲۹ ولایتونو کې نن (شنبه) د سختو بارانونو، واورو او سېلونو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سبا (شنبه) په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلونو او طوفانونو امکان شته.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، او لغمان ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلونو شاهد وي.

په یادو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي‌متره او د واورو اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي‌متره پورې اټکل شوې ده.

پر دې سربېره دغه ریاست د سالنګونو په شمول په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو خبر هم ورکړی دی، او ویلي چې د دې بادونو سرعت به په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ کیلومتره پورې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...