شنبه, جنوري 18, 2025
Home+د دریابونو لامبو زن وم، نصیب مې کم شو د لښتي اوبه...

د دریابونو لامبو زن وم، نصیب مې کم شو د لښتي اوبه مې وړینه

سیدخان

افغانستان یو لوی او لرغونی تمدن او تاریخ لري چې هېڅوک سترګې نه شي ورباندې پټولای، د غزنویانو، درانیانو، هوتکیانو، سوریانو، لودیانو، غوریانو…. دورو ته يې اشاره کولای شوو.

موږ د نړۍ له سترو تمدونونو سره دوستانه اړیکې درلودې، راشه درشه مو درلوده او د نړۍ په هره مهمه موضوع کې پر موږ حساب کېدو.

 خو له بده مرغه چې د زمانې په هر پړاو کې د پردیو له ظالمانه یرغلونو سره مخ شوي یوو او اوس دښمن ته دومره کمزوري او ضعیف تر نظر ورځو چې په وړه خبره هم د تېري لپاره سترګې را برګې کړي.

لنډۍ ده چې: د دریابونو لامبو زن وم، نصیب مې کم شو د لښتي اوبه مې وړینه

دا خبرې تر دې را یادې شوې چې په رسنیو کې مې خبر ولید چې سږ د افغانستان او چین د ډیپلوماټيکو اړیکو ۷۰مه کلیزه ده.

دا خبره که له یوې خوا سمه ده چې په اوسنۍ زمانه کې یا اوسني عصر کې د افغانستان او چین د رسمي سیاسي اړیکو به ۷۰یمه کلیزه وي خو په حقیقت کې دا اړیکې له دوه زره کاله هم ډېرې اوږدې او پخوانۍ دي.

تاریخي روایتونه وايي چې د چین او افغانستان تاریخي ارتباطات په اوومه میلادي پېړۍ کې  پيل شول او هغه وخت د چین راهب شوانګ ځانګ د افغانستان بامیانو ته سفر وکړ.

ځینې روایتونه وايي چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټيکې اړیکې په ۸۱مه میلادي پېړۍ کې پيل شوې چې هغه وخت افغان امپراتور لوی احمدشاه درانی او د چین امپراتور چیان لونګ و.

خو تجارتي اړیکې يې دودمان هان او ورېښمو تجارتي لارې زمانې ته يې تاریخ رسېږي.

 خو د نوي چین له جوړېدو وروسته په ۱۹۵۵ میلادي کال کې د افغانستان ټولواک اعلی حضرت محمدظاهرشاه او د نوي چین د بنسټګر ماو ځه دونګ ترمنځ په رسمي توګه ډيپلوماټيکې اړیکې پيل شوې.

 ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه، زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم

رسنۍ وايي چې د نوي چین له جوړېدو راهیسې د چین او افغانستان اړیکې ډېرې ښې او دوستانه پاتې شوې، خو زه وایم چې د چین او افغانستان اړیکې اصلا ترینګلې برخې نه لري، بلکې که د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي مسیر ته وکتل شي نو له دوه زره کاله ډېر وخت کېږي چې دوستانه اړیکې لري او په تاریخي روایتونو کې د دواړو ترمنځ هېڅ منفي خبر نه دی نشر شوی.

تاریخ دا وايي چې په هماغه اندازه چې نن چین په سیمه او نړۍ کې یو ستر او مهم هېواد دی، خو حقیقت دا دی چې پخوا افغانستان هم د چین په شان یو لوی او مطرح هېواد و او اړیکې يې هېڅکله د کمزوري او زورور نه ، بلکې د مساوي دوستانو په شان د متقابل درناوي پر اساس ولاړې پاتې شوې او تر ننه يې دوام کړی.

دا سمه ده چې افغانستان کې لوړې ژورې راغلې، وخت پر وخت د پردیو له تېریو سره مخ شوی خو د دغه دوست هېواد له خوا يې پر خاوره هېڅ تېری نه دی شوی.

سره له دې چې د چین او افغانستان سرحدي سیمو ته د افغانستان له خوا صعب العبورې دي، مخابراتي سیستم پکې سم فعال نه دی او د افغانستان له مرکز څخه دې سیمې ته په شپو شپو مزل ته اړتیا ده او هلته امنیتي ځواکونه هم ډېر محدود دي، خو بیا هم دا چې چین د افغانستان دوست هېواد پاتې شوی او د افغانستان له خوا د باور کچه دومره زیاته ده چې اصلا د دې سیمې په اړه دا اندېښنه نه لري چې چیني لوری به د افغانستان خاورې ته سرحدي څلي را مخ ته کړي، بلکې ډاډه دی چې چین هېڅکله دا کار نه کوي.

تر شاوخوا سل کاله مخکې چین هم د جاپان او ځینو نورو هېوادونو له تېریو سره مخ شوی او دغه هېواد ته يې زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او افغانستان هم یوازې په تېرو سلو کالو کې د انګلستان، پخواني شوروي او امریکا جمع ناټو له تېریو سره مخ شوی چې له نېکه مرغه هم چین خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړې او هم افغانستان توانېدلی چې له دې ټولو تېریو جګ سر را ووځي او که څه هم خپله يې هړ اړخیز زیانونه لیدلي خو خپل استقلال يې ساتلی دی.

نتیجه

اوس چې افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې تازه راوتلی او په هېواد کې امن حاکم دی، خو په اقتصادي او نوې ټکنالوژۍ برخه کې پر ځان متکي نه دی نو ځکه لا هم کله ناکله ځینې هېوادونه سترګې ورباندې برګوي او په یوه او بله پلمه يې ګواښي.

دغو ګواښونو ته په پام سره دا وېره شته چې خدای مه کړه موږ بیا له یوه بل یرغل سره مخ نه شوو.

موږ باید په اقتصادي برخه او هم پر ټکنالوژۍ برخه کې خپل توان لږ تر لږه د ګاونډيو هېوادونو له توان سره برابر کړو چې له یوې خوا مو ملت د آرام ساه واخلي او له بلې خوا مو پردي پر یوه او بله پلمه د لاندې کېدو جرئت ونه کړي.

نو دا چې له چین سره دومره اوږده دوستانه اړیکه شتون لري او له بلې خوا دغه هېواد د نړۍ یو پیاوړی اقتصاد او د نوې ټکنالوژۍ لرونکی دی نو باید له همدې فرصته استفاده وشي او د متقابل درناوي پر اساس دې هم په اقتصاد او هم د نوې ټکنالوژۍ په ترلاسه کولو کې اړیکې ورسره جوړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب