چهارشنبه, جنوري 15, 2025
Homeخبرونهافغانان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه د بریتانیا د پارلمان...

افغانان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه د بریتانیا د پارلمان مخ ته لاریون کوي

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۶ مه) په بریتانیا کې مېشت افغانان غواړي چې سبا (پنجشنبه)  د دغه هیواد د پارلمان مخې ته د افغان کرکټ په ملاتړ او د کرکټ له نړیوالو سیالیو د افغانستان د لوبډلې د ایستلو پر ضد سوله ييز لاریون وکړي.

د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړیو د جنورۍ په شپږمه د انګلنډ او ویلز د کرکټ له ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د سرغړونو په خاطر د کرکټ د نړیوالې اتلولۍ جام (چمپینز ټرافي) کې له افغان کرکټ ټیم سره مسابقه ونه کړي،خو د یاد هېواد د کرکټ ادارې دا غوښتنه ردې کړې ده.

 دغه راز د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر هم د دې کمپاین هرکلی کړی و او ویلي و چې سویلي افریقا هم باید له افغان لوبډلې سره له لوبو بایکاټ وکړي، چې د دې هېواد د کرکټ ادارې هم دا غوښتنه رده کړه. له بلې خوا د کرکټ نړیوالې شورا هم له سیاست سره د سپورت د یوځای کولو مخالفت کړی دی.

په همدې لړ کې ګڼ شمېر افغان نارینه او ښځینه وو د هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې ملاتړ کړی دی او ویلي دي چې د طالبانو د ظلمونو سزا باید دوی ته ورنه کړل شي.

په همدې لړ کې سبا د بریتانیا د پارلمان مخې ته یو لاریون پلان شوی. دوی به په داسي حال کې چې شعارونه به یې په لاس کې وي، د پارلمان مخ ته حاضر شي او د پارلمان له غړیو به وغواړي چې کرکټ له سیاست سره ونه نښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب