Homeخبرونهلاوروف وايي، د افغانستان په اړه په څلور اړخیزه ډله کې دې...

لاوروف وايي، د افغانستان په اړه په څلور اړخیزه ډله کې دې هند هم شامل شي

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۶ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اړه د چین، پاکستان، روسیې او ایران په څلور اړخیزه ډله کې دې هند هم شامل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د مسکو، بیجنګ، اسلام‌اباد او تهران لپاره له هند سره د افغانستان په اړه تعامل سم ګام دی.

لاوروف په خپلو څرګندونو کې د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره د مسکو، بیجنګ، اسلام‌اباد او تهران د څلور اړخیزو غونډو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه د پاکستان، افغانستان، هند او د شانګهای د همکارۍ سازمان د نورو غړو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

لاوروف زیاته کړه: ممکن په ۲۰۲۵ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په ګډون یو مرکز جوړ شي چې له نوو ګواښونو، په ځانګړي ډول ترهګرۍ، د نشه‌يي موادو قاچاق، او منظمو جرمونو سره مبارزه وکړي.

نوموړي همداراز وویل: د شانګهای د همکارۍ سازمان او د مسکو چوکاټ چې افغانستان هم په کې ګډون لري، کولی شي د باور جوړونې او اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت برابر کړي.

روسیې، چین، پاکستان او ایران د افغانستان په اړه د دې کال په تله/ میزان میاشت کې خپله درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې په نیویارک کې دایره کړه. د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل په اړه خپل لیدلوري سره پرتله کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوه اوونۍ وروسته له هغه وکړې چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، ویکرام میسري، په دوبۍ کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...