تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۶ مه) د افغانستان د ترافیکو ریاست نن (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د روان لمریز کال له پیله، د افغانستان په لویو لارو کې تر ۴،۰۰۰ زیاتې ترافیکي پېښې شوي چې له امله یې شاوخوا ۲،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
د ترافیکو ريیس حسیب الله مختار، وویل چې په دې پېښو کې ۷۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
مختار د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ثبت شویو پېښو شمېر د هغو شمېرو په پرتله “ټیټ” دی چې د رسنیو او سازمانونو له خوا خپاره شوي دي.
تر ټولو په خونړیو پېښو کې یوه د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۱۹مه د کابل-کندهار په لویه لار کې وشوه. په دې پېښه کې، دوه جلا ټاکرونه چې د مسافروړونکو بسونو او د ګاز د ټانکرونو ترمنځ وشول، ۵۲ کسان پکې مړه او ۶۵ نور ټپي شول.
د ترافیکي مقرراتو نه رعایتول، د لارو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی د اکثرو ترافیکي پېښو علت بلل کېږي.
په وروستیو کې ګڼو موټر چلوونکو شکایت کړی چې د کابل- کندهار لویه لار، په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت بیارغولې، ډېره کم بره جوړه کړې چې له کبله یې عموماً له یوه موټره د بل د سبقت په مهال ټکرونه پېښېږي.