Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په تېرو ۳ میاشتو کې ۶۶۹ ملیونونه ډالر صادرات لرل

افغانستان په تېرو ۳ میاشتو کې ۶۶۹ ملیونونه ډالر صادرات لرل

تاند 【چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه】د طالبانو د حکومت ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې په هېواد کې د ۶۶۹،۷ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

یاده اداره وایي، چې دغه راز یې په یاده موده کې د ۳میلیارده او ۲۵۴،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي،چې په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۴٫۹ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی او واردات هم د ۱ میلیارد او ۷۵٫۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیات شوي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې په تېرو دریو میاشتو کې وچه او تازه مېوه د صادراتو په ډله کې د ۳۲۱٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راز ورپسې د ۷۹٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي، د ۶۷٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۳۵٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي بهر ته صادر شوي دي.

1 COMMENT

  1. ملایان او حافظان او قاریان ګوم هیواد پکار نه دي چې ورصادر شي؟ ضربه ضربا ، پایځې رابډوهلې، سترګې په رنجو تورې، مسواک به جیب کې، داسې مخلوق ته که مکه مدينه یا بخارای شریف کې د چا ضرورت وي، غږ دې وکړي، یوازې کندهار شریف کې اتلس زره ټنه زیرمه لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...