چهارشنبه, جنوري 15, 2025
Homeخبرونهمتحده عربي امارات، افغانستان سره ۴۰۰ ملیونه ډالر مرسته کوي

متحده عربي امارات، افغانستان سره ۴۰۰ ملیونه ډالر مرسته کوي

تاند 【چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه】د طالبانو د حکومت ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

متقي د خپلو خبرو پرمهال ویلي، متحده عرب امارات په پام کې لري ، چې ۲۰۲۵ زېږیز کال کې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ملیونه ډالره مرسته وکړي.

نوموړي متحده عربي اماراتو ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

د طالبانو سرپرست وزیر ویلي، دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د شوې هوکړې له مخې، د یاد هېواد له لوري افغانانو ته د ویزو د بیا پیل لپاره ګومارل شوی پلاوی کابل ته راغلی دی.

دا مرسته داسې مهال اعلانېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي روان ۲۰۲۵ کال کې به ۹.۳ ملیونه افغانانو ته مرستې ورسېږي او د دغې ادارې په وینا را روان کال کې به ۱۴.۳ میلیونه افغانان بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا دغه راز زیاته کړې، چې په اړمنو کسانو کې تر ۲۳ زیات ښځې ، ۵۳ سلنه ماشومان او کابو ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان شامل دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې مرستو رسولو په پار له ۲۷۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب