Homeخبرونهاوچا؛ راتلونکی کال به تر ۱۴ ملیونه زیات افغانان بېړنیو روغتیایي مرستو...

اوچا؛ راتلونکی کال به تر ۱۴ ملیونه زیات افغانان بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري

تاند【چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه】د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، چې را روان کال کې به ۱۴.۳ میلیونه افغانان بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.

د راپور په بنسټ، یواځې ۹.۳ میلیونه تنو ته به مرستې ورسېږي.

اوچا دغه راز زیاته کړې، چې په اړمنو کسانو کې تر ۲۳ زیات ښځې ، ۵۳ سلنه ماشومان او کابو ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان شامل دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې مرستو رسولو په پار له ۲۷۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ته اړتیا ده.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې سږ ژمي کې هم ډېری افغانان له موسمي ناروغیو کړېږي او د درملنې لپاره په کافي اندازه څه په لاس کې نه لري.

په اړمنو کسانو کې ډېری ماشومان د موسمي ناروغیو قربانیان دي.

اړمن افغانان تمه لري، چې طالبان به د دوی لاسنیو کوي او پر وخت به دوی ته لازمې مرستې رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...