تاند 【 چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه】د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت یې شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
یاد وزارت وایي، دغه هوکړې یې له اکټېد، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو او د پېاوړتیا او عدالت غوښتنې له موسسو سره لاسلیک کړې دي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې وایي، چې د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ به په کابل، ننګرهار، هرات، کندز، میدان وردګ، کندهار او بلخ کې د اوبو رسونې شبکو جوړونې، د برېښنا سیسټم پراختیا، او د ښوونځیو ودانولو پروژې پلې شي.
مسوولين وايي، چې دغه مؤسسې به د يادې هوکړې له مخې، ۸۸ ميليونه ۲ سوه ۲ زره او ۷۹ افغانۍ او ۸ سوه ۱۴ زره ۳۹ ډالرو په ارزښت په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې لګوي.
په یادو هوکړو کې د ښوونځیو د ودانیو د پروژې هوکړه هم شامله ده او خلک تمه لري، چې دوی په ریښتینې بڼه د هېواد بې ودانۍ ښوونځي ودان کړي.
خلک وایي د هېواد د ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې بې شمېره ښوونځي ودانۍ او زده کوونکي سرپناه نه لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وشي.