تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۹ مه) په کندهار کې ګڼ شمېر ناروغان د سختې بېوزلۍ او پراخې بېکارۍ له امله هڅه نه کوي چې ډاکتر ته ورشي یا درمل واخلي، دا د افغانستان په یوه خورا بېوزله سیمه کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي یوه بېلګه ده.
۱۲ کلنه نجلۍ نیسا د ځیګر د التهاب ناروغي لري، خو د هغې کورنۍ د درملنې د لګښت وس نه لري. د هغې والدین وایي: “موږ پیسې نه لرو.” دا د دې ولایت په ګڼ شمېر کورنیو کې د ورته ستونزو یوه بېلګه ده.
د کندهار بل اوسېدونکی عبدالغفور، له ورته ستونزو سره مخامخ دی. هغه وویل: «زما دواړه ماشومان ناروغ دي، او زه د دوی درملنې توان نه لرم.»
ده زیاته کړه: «زه د دوی د عملیاتو یا حتی د لومړنیو طبي خدماتو پیسې نه شم ورکولای.»
د نیسا او نورو کیسې په ډاګه کوي چې څنګه اقتصادي ستونزې او د کار محدود فرصتونه په وخت او موقع د طبي درملنې مخه نیسي. کورنۍ په زیاتېدونکي ډول د ارزانه روغتیايي خدمتونو غوښتنه کوي. خلیل الله، چې د کندهار یو بل اوسېدونکی دی، د خپل زړه ناروغۍ اسناد وښودل او ویې ویل: «زه ناروغ یم او د درملنې لپاره هېڅ وسیله نه لرم.»
هغه زیاته کړه: «موږ د ژوند کولو لپاره هڅې کوو. که زه ۵۰ افغانۍ وګټم، هغه د خپلو ماشومانو په مړولو لګوم.»
عبدالرسول، چې په کندهار کې د کار په لټه کې دی، وویل: «زه هېڅ پیسې نه لرم. هره ورځ د سړک غاړې ته دریږم د کار تمه لرم. کله چې کار پیدا کړم، شاید ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ وګټم، چې یوازې د کور لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي.»
د کندهار د اکثرو اوسیدونکو مخته دا دا دوه سخت او ستونزمن انتخابونه پراته دي چې یا خپل ماشومان په نسبي ډول په نس ماړه کړي او یا خپل ناروغان تدواوي کړي.