Home+په دې ورځ د جرمني امپراتوري جوړه شوه

په دې ورځ د جرمني امپراتوري جوړه شوه

تاند- له نن څخه 155 کاله پخوا د ۱۸۷۱ م کال د جنورۍ په ۱۷ مه د جرمني د جنوبي ایالت (پروسیا) له لوري د درو ناکامو جګړو په نتیجه کې د جرمني امپراتوري تاسیس شوه.

دا امپراتوري هم د ۱۹۸۹ د نوومبر په ۹ مه د برلین دېوال د نړېدو او د ۱۹۹۰ د اکتوبر په ۳ یمه د جرمني د یووالي په شان د جګړې پایله نه وه بلکې د دیپلوماسۍ په نتیجه کې رامنځته شوه.

د ۱۸۷۱ د جنورۍ په لومړۍ په جرمني کې مشروطه اساسي قانون نافذ شو چې پر اساس یې د دغه هیواد نوم د جرمني امپراتوري شو او د پروسیا (پروس) پاچا لومړی ویلیم د جرمني امپراتور غوره شو. برلین پلازمېنه پاتې شو او اتو فون بیسمارک د صدراعظم په توګه دندې ته دوام ورکړ.

دا ټولې پېښې په داسې حال کې وشوې چې د شمالي جرمني کنفدراسیون او جنوبي متحدان یې له فرانسې سره په جګړه کې ښکېل وو.

د جرمني امپراتوري له ۲۷ ایالتونو جوړه وه چې اکثره یې د شاهي کورنیو د اولادو له لوري اداره کېدې.

له ۱۸۵۰ وروسته جرمني د صنعتي کېدو لور ته چټک ګامونه واخیستل او د پولادو، سکرو او ریلګاډي په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ وکړ. په ۱۸۷۱ کې د جرمني نفوس ۴۱ میلیونه و خو تر ۱۹۱۳ پورې ۶۸ میلیونو ته ورسید. او په تدریج د دغه هیواد کلیوالي نفوس په کمېدو او ښاري په ډېرېدو و.

د جرمني د امپراتورۍ په ۴۷ کلونو کې دا هیواد یو ستر صنعتي هیواد شو او د نوبل اکثره جایزې جرمنیانو وګټلې.

په ۱۹۰۰ م کال د جرمني اقتصاد تر بریتانیا، چې ډیر هیوادونه یې استعمار کړي او زبېښلي وو، اوچت شو او تراوسه پورې جرمني د اروپا لومړی اقتصاد دی.

د جاپان او وروسته د چین تر اقتصادي ودې مخکې جرمني د ډیرو کلونو لپاره له امریکا وروسته د نړۍ دوهم ستر اقتصاد ګڼل کېده.

د ۱۸۶۷ او ۱۸۷۸ ترمنځ بیسمارک د جرمني صدراعظم پاتې شو چې دا د دغه هیواد په تاریخ کې د ډیرې مودې لپاره د یوه کس د واکمنۍ موده ده. بیسمارک د لیبرالیزم پالیسي خپله کړې وه خو په وروستیو کې محافظه کاره شو. د ده د واک په موده کې جرمني هم پر یوه استعماری هیواد بدل شو. جرمني په دې موده کې د افریقا هغه برخې چې د فرانسې او بریتانیا په شان نورو استعمارګرو نه وې غصب کړې، ونیولې او له دې سره جرمني د نړۍ په درېیمه ستره استعماري امپراتورۍ بدل شو.

په جرمني کې د ملتپالنې له ودې څخه په ګټه اخیستو بیسمارک د جرمنیانو خاورې سره یو کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...