تاند- خواږه، په تېره بیا بوره زموږ د ورځني خوراک یوه لازمي برخه ګرځېدلې ده. خواږه ییوازې په بوره کې نه وي، بلکې په هغو خوړو کې هم موندل کېږي چې ظاهراً صحي ښکاري. خو د بورې ډېر استعمال د چاغښت، شکر ناروغۍ، د غاښونو خرابېدو او نورو جدي روغتیایي ستونزو سبب کېدای شي.
که څه هم اسانه نه ده چې بوره دې څوک بیخي پرېږدي، خو د هغې کمول په روغتیا ډېر حیرانوونکي مثبت اغېز لري. یو د معدې یو مشهور متخصص پر بدن د بورې د کمولو د اغېزو په اړه مهم معلومات وړاندې کړي دي.
ماهران وایي ډېری خلک نه پوهېږي چې بوره یوازې کالوري نه زیاتوي، بلکې په پټه توګه د لوږې احساس، اشتها، انسولین او د ځیګر غوړ هم کنټرولوي. له همدې امله ډاکټران خپلو ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې لږ تر لږه ۱۴ ورځې اضافي بوره پرېږدي او اغېزې یې وویني.
د ډاکټرانو په وینا، کله چې بوره کمه یا بنده شي، په پیل کې دماغ ته وخت پکار وي چې له دې بدلون سره عیار شي. په دې موده کې د بورې شدیده غوښتنه، سر دردي، ستړیا، بېحوصله توب او ذهني ګډوډي (برېن فوګ) رامنځته کېدای شي. دا د نشې حالت نه دی، بلکې دماغ ځان نوي حالت ته برابروي. څو ورځې وروسته بدن ورو ورو ښه کېږي، د بورې غوښتنه کمیږي، انرژي متوازنه کېږي، د معدې ګاز کمیږي او له غرمې وروسته ناڅاپي ستړیا کمه شي. همداراز د انسولین غبرګون ښه کېږي او د بدن شکر ښه کاروي.
ډاکټران وایي تر دوهمې اوونۍ پورې ښکاره بدلونونه لیدل کېږي، لکه د نس کمېدل، ښه خوب، د لوږې د نښو روښانه کېدل، د بېځایه خوړلو لیوالتیا کمېدل او د فاسټینګ شکر کچه ښه کېدل. که څه هم وزن ښايي ژر ډېر کم نه شي، خو میتابولیزم ښه کېږي چې په اوږده موده کې د روغتیا لپاره ګټور دی.
متخصصانو زیاته کړې چې ۱۴ ورځې اضافي بوره نه خوړل د انسولین ناڅاپي لوړه اندازه کموي، پر ځیګر د بورې فشار راکموي، په بدن کې د اوبو راټولېدل کموي، د خوند حس بیا تنظیموي او د نس دنننۍ خطرناکه وازده کموي.
دا عادت په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره ډېر ګټور دی چې د بورې شدیدې غوښتنې، د نس پړسوب، غوړ ځیګر، د انسولین مقاومت، د انرژۍ کموالی او د خراب خوب ستونزې لري.
ماهران وایي که څوک ښه روغتیا، متوازنه انرژي او ارام خوب غواړي، نو ۱۴ ورځې دې بوره نه خوري.