پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره

داستاد شپون او جهاني پل تود و، استاد عبدالله بختانی او د غزل ستوری محمد صدیق پسرلی د زړه پر للمه را وورېدل، دا ځل مې دا دواړه جوړه کړه، ډاکتر غني ته مې کتل چې په ښيي اړخ را پاڅېدلی که نه؟ چې دا خبر ورسره شریکه کړم.

د ۱۳۹۲ ل د پسرلي د غبرګولي لومړۍ اونۍ لوړ مازیګر و، له بي بي ګل سره یې جوړه د دېواله سیوري ته تېز تېز قدم واهه او په پرنګۍ ژبه یو له بله سره بوخت وو، بي بي ګل یې په مذهب ښه پوهېده، مدام به یې قدم وهلو ته جوړاوه، ورسره بوخته به وه، دې بوختیا او قدم وهلو دده پر ټولو حسونو د صبر، زغم او حوصلې لاس راښکه. تر قدم وهلو وروسته به دی خبرې ته غوږ غوږ و او چارې به یې هم لا په ښه بڼه ترسره کولې، که کله به له قدم وهلو وروسته ور برابر شوم، نو همدا وخت به مې د خبرې لپاره غنیمت وباله، که دا وخت به نه و، نو بیا به مې دده تندي او رنګ ته کتل، له تندي او رنګه یې پوهېدم چې خبره ورسره کېږي او که نه؟ کله ناکله به یې را باندې غږ کاوه چې راځه دواړه یوه یوه ټوکه کوو، له ټوکې سره به دده طبع غوړېده، دا وخت به مې هم له خوږې ګوتې ونیو.

خیر په دې مازیګر یې طبع جوړه وه، زه یې چې له ورایه ولیدم، نو را ته یې وویل:

ـ هغه ستا د طالب ټوکه مې بېګاه بي بي ګل ته کړې.

دې سره یې خندا ونې وشرنګولې، بي بي ګل هم نرۍ نرۍ موسکۍ شوه، ما سترګې ځمکې ته واچولې، ور ته مې وویل:

ـ ته به زما ډېرې کیسې بي بي ګل ته کړې وي او و به یې کړې.

بي بي ګل ورو ورو شونډې پرانستې:

ـ ازمون پاچا! ډاکتر صاحب له تاسره خوشحاله وي.

ـ زه او ته دواړه یې طبیبان یو.

ډاکتر غني لکه دړه چې وچوي داسې خندنۍ چغه یې وکړه.

ـ بي بي ګل رښتیا وايي، تاسې سره مې طبع لګېدلې ده.

ـ زه دومره نه یم، بي بي ګل دې ژوندۍ وي.

پوه شوم چې طبع یې وغوړېده، ورو مې ور ته وویل:

ـ که دې خوښه وي، نو دا ځل استاد بختانی او پسرلی که را وبولو، بي بي ګل ته یې وکتل، بیا یې ما ته وویل:

– ما خو در ته مخکې وویل چې ستاسې اختیار  دی.

اختیار چې زموږ شو، نو ټیلفون مې راواخست او لومړی مې استاد بختاني ته زنګ وواهه، تر سلام کلامه وروسته مې ور ته پیغام واوراوه:

– استاده! ډاکټر صاحب اشرف غني غواړي چې یو سهار ګډ چای وڅښو.

– دا خو ښه خبره ده، خو چېرته؟

– د هغوی په کور کې.

– هغه چېرته دی؟

– دارالامان کې.

– تر هغه ځایه خو ما ته تګ سخت دی.

– زه درپسې درځم.

– ښه چې ته راپسې راځې، نو بیا خو هېڅ مشکل نشته. ههههه

وخت مې ورسره وټاکه، له ده وروسته مې پسرلي صاحب ته زنګ وواهه، هغه ته مې هم دا پیغام ورساوه، پسرلی صاحب په خوی او طبع خان و، له یارانو او دوستانو سره یې د زړه له تله مینه او راشه درشه کوله. ویل یې:

ـ ډاکتر صاحب خوش صحبته او عالم انسان دی، ناسته یې انسان ته فکر ورکوي. زه تیاره یم.

له ده  سره مې هم خبره غوټه کړه، سهار وختي دواړو پسې لاړم، استاد بختانی د خیرخانې په درېمه برخه کې اوسېده، لومړی په ده پسې لاړم، دی د خپل منظم خوی له مخې د پښو پر سر ناست و، له درېم پوړه را کېوت، کله چې موټر کې کېناست، نو را ته یې وویل:

– بل څوک هم شته که یوازې زه یم؟

– له تاسره په دې مجلس کې پسرلی صاحب هم دی.

استاد بختانی بې کېنې او مینه ناک انسان و، پسرلی صاحب هم همداسې، دوی دواړه ښه ملګري وو او یو بل ته یې پوره درناوی لاره، استاد بختاني را ته همدومره وویل:

– پسرلی صاحب ډېر ښه سړی دی، خو زما د فکر مخالف دی.

– استاده! هغه څنګه؟

– زه پښتونستان غواړم او دی یې نغواړي، خدای دې وکړي چې ټکر را نه شي. ځکه زه خو په دې باب د ډاکتر غني نظر ضرور غواړم.

ـ خدای به خیر کړي، پسرلی صاحب تاسې ته ډېر درناوی لري.

ـ په ما هم ګران دی، ښه شاعر او نېک انسان دی، خو دا د نظر اختلاف د انسانانو تر منځ وي.

ـ د نظر اختلاف ټولنه په پښو دروي، ورسره پرمختګ کوي. ستاسې د نظر اختلاف یوازې د مخالفت او یو بل د نه زغم لپاره نه دی.

ـ ما په ژوند کې له چا سره مخالفت نه دی کړی، د نظر اختلاف د هر انسان حق دی، که په ټولنه کې د نظر اختلاف نه وي، هغه ټولنه مړه ده. پسرلی صاحب خو یو خانزاده سړی دی، نظر او فکر لري، دا مې تا ته هسې یوه یادونه وکړه.

ـ نو که وایې هغه ته به بیا بله ورځ تکلیف ورکړم.

ـ نه نه نه، دا خبره مې یوازې تا ته وکړه، پسرلی خو پسرلی دی. د پسرلي مخالفت له ژوند سره مخالفت دی.

په همدې خبرو کې د پسرلي صاحب کور ته ورسېدو، هغه چې استاد بختانی ولید، نو لکه ګل ور ته وغوړېد، را غږ یې کړ:

ـ دا دی عجب کار کړی دی چې استاد دې هم را باندې ولید. اوس نو ده ګټې وشوې، یو مې استاد ولید او بل دا دی ډاکتر غني ګورم.

دواړو خوږ مجلس شروع کړ، سهار وختي و، لارې خلاصې وې، د داکتر غني کور ته ژر ورسېدو، ددوی خپل منځي مجلس نیمګړی پاتې شو.

، ډاکټر صاحب د کلا بر سر ته پر لرګین تخت ناست او کتاب یې مخ ته غوړېدلی و، کله یې چې زموږ د پښو څپاری واورېد، نو را پاڅېد، استاد بختاني ور ته وویل:

ـ ډاکتر صاحب! موږ ستا او د کتاب تر منځ دېوال شوو.

ـ استاده راځئ راځئ، کتاب ښه دوست دی، خو چې ژوندي دوستان په مخه راشي، بیا له هغوی زده کړه کوم. ستړي مشي خواره مشي وشوه. د چایو فرمایش هم ورکړل شو، کوچیانی دسترخان وغوړېده، استاد بختاني پر ډاکتر غني غږ وکړ:

ـ زه خو ملا یم، ملایان وايي چې د ډوډۍ پر سر خبرې مه کوئ، خو زه وایم، خبرې هر وخت پکار دي، خو د کار خبرې. نو څښاک او خوراک به کېږي، خو مجلس به هم کوو، څنګه پسرلی صاحب؟

ـ استاده د ملا خبره د ملا ده او زموږ زموږ ده، موږ به خپلې خبرې کوو، هغه دې پر موږ کار نه لري، موږ پر هغه کار نه لرو. له موقوع نه استفاده پکار ده.

استاد بختاني مخ ډاکتر غني ته واړاوه:

– ډاکټر صاحب! د نظر ازادي ده، دا دی ته اوس بیا  یوې لویې ملي مسالې ته راوړاندې کېږې، زه غواړم چې د پښتونستان په باب ستا نظر واورم.

ډاکټر غني خوله ځواب ته جوړوله چې پسرلي صاحب پر وار له مخه کړ ، ما ته د استاد بختاني اندېښنه را یاده شوه، نو په زړه کې مې وویل:

– خدایه خیر!!!

پسرلي صاحب په دوو ګوتو وښکي پاک کړه، را نېغ شو:

– استاده! دا هسې خبرې وې، نور ددې کیسو وخت نه دی.

استاد بختانی سور شین واوښت، ډاکتر پر ځای پاتې شو، سمدستي یې پسرلي صاحب ته لاس ونیو:

– دلته د نظر ازادي  ده، هر سړی به خپل نظر وایي، زه او ته په دې ځای کې مخالف یو، خو یو د بل د نظر درناوی باید ولرو، ته دې په خپله عقیده ټینګ اوسه او زه به په خپله عقیده، خو خبره داده چې پښتونستان یو ضرورت او مجبوریت دی، موږ باید دا مبارزه هېره نه کړو.

پسرلي صاحب قره قلۍ له سره لرې کړه:

– استاده! ستا حوصلې ته په کتو مې دا خبره وکړه، بیا هم وایم چې نور ددې خبرو وخت نه دی.

بختانی لږ تم شو، ساه یې واخسته، رنګ یې بیا تک سور شو، لاس یې پورته کړ:

– پسرلی صاحب! ته د خپل نظر د اظهار رایه او حق لرې، خو په لوی لاس خپل نظر په بل چا مه تحمیلوه!

پسرلي صاحب وخندل او پلتي یې ووهله، ډاکتر غني غاړه تاره کړه:

– زه ستاسو د دواړو منځ کې همدومره وایم چې نوي نوي مسایل مخې ته راځي، دا به لومړي کړو، پر زړو مسالو به هم خبرې کوو، کوښښ به وکړو چې څنګه خپله ټولنه داسې جوړه کړو چې په هغې کې د هر چا د نظر او اظهار رایه خوندي وي، زه په دې برخه کې یوه ځانګړې تګلاره جوړوم، هغه به بیا له تاسې سره شریکه کړم.

استاد بختاني ته یې وکتل:

ـ ما دا مسایل څېړلي، لا یې هم څېړم. ددې خبرو او مسایلو د حل لپاره زه تاسې مشرانو ته اړتیا لرم. په دې مفصل غږېږو. زه ور ته یوه طرحه برابروم.

 ځان یې د طرحې او تګلارې به جوړولو خلاص کړ، خبرې یې رڼې نه کړې، استاد بختاني ور ته وویل:

– ما ته ستا نظر او طرحه لومړیتوب لري، نو که هر وخت دې جوړه کړه، بیا در ته زه خپله رایه وایم، خو دا مې عمومي نظر دی چې د پښتونستان لپاره مبارزه ضروري ده، موږ باید دا مسله هېره نه کړو، دا چې څنګه یې کولی شو!؟ څنګه یې مخکې وېسو!؟ دا یوه موضوع ده او په دې باید جدي فکر وشي.

بیا یې د ټاکنو به باب ډاکتر غني وپوښت، هغه تر بوسو لاندې اوبه بوتلې، خو ما ور ته وویل:

ـ ډاکتر صاحب که خپل ودرېږي، که نه؟ خو ولس ور ته اړتیا لري!

پسرلي صاحب وویل:

ـ زموږ هیله او ارزو دا ده چې دا ځل له خیره ډاکتر صاحب د افغانستان درد ته دوا شي. دا وطن ور ته اړتیا لري. وطن بې له پوهو خلکو په مداریانو او ګوډاګیانو نه چلېږي.

استاد بختاني همدومره وویل:

ـ ډاکتر صاحب اوس د خلکو په خولو او زړونو کې دی، دا کار قرباني غواړي، ولس ته باید قرباني ورکړل شي.

ډاکټر غني د استاد بختاني او پسرلي له مجلسه خوند واخیست، ماته یې وویل:

– پسرلی صاحب خو ازاده سړی او په رښتیني مانا خان دی، اوچت  شاعر دی، زما یې شعر او لیکنې ډېرې خوښېږي، لولم یې.

بختانی هم یو ځانګړی ټېپیک انسان دی، ډېر خوږ سړی دی، ښه بحث کوي، حوصله لري، زغم لري او څېړنې ته لومړی شرط زغم او حوصله ده، استاد بختانی دا صفت لري. دا هغه مشران دي چې زموږ ژبه او فرهنګ یې په پښو درولی دی، د دوی قدرداني پکار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...