Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو تړل‌کېدو عامو خلکو ته هم...

د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو تړل‌کېدو عامو خلکو ته هم زیانونه اړولي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې او د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولانو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل‌کېدو د دواړو غاړو عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

یادې خونې زیاته کړې چې د سوداګرۍ بندښت سیمه‌ییز اتصال هم زیانمن کړی او د دواړو هېوادونو د توکو لسګونه زره موټر بند پاتې دي.

سرچینې ویلي چې، افغانستان د پاکستاني توکو لپاره نږدې بازار دی او د د لارو له تړل‌کېدو وروسته پاکستاني صادروونکو شاوخوا ۳۷۵ میلیون ډالر زیان لیدلی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ له خونړۍ نښتې وروسته وتړل شوه.

د خلکو ترڅنګ د سوداګرۍ بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته هم پراخ مالي زیانونه واړول.

که څه هم څو ځلې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته خلاصېدو اوازې خپرې شوې وې، خو لا هم نه ده روښانه چې دا لاره به کله پرانیستل کېږي.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې او د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولینو ویلي تر دې مخکې هم له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې په دې اړه یو تفاهم ته ورسېږي او لاره پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...