تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د ۲۰۲۶ کال د شلاوریز نړیوال جام پیل ته لا هم کابو درې اوونۍ پاتې دي، خو لاهم آیسيسي له ګډوډیو سره لاس او ګرېوان ده.
هغه څه چې له BCB سره د وروستي پړاو عادي بحثونه ګڼل کېدل، اوس په یوه ډیپلوماټیکه معما بدله شوې ده.
د آیسيسي د یوه لوړپوړي چارواکي د ویزې ستونزې د دې سیالیو د مهالویش او ګډون په اړه شته ناڅرګندتیا نوره هم زیاته کړه.
د آیسيسي یو لوړپوړی اجرائیوي چارواکی چې هندي تابعیت لري او ټاکل شوې وه د دوه کسیز پلاوي د غړي په توګه ډاکې ته سفر وکړي، له وېزې محروم شوی او بنګله دېش ویزه نه ده ورکړې.
ټاکل شوې وه چې، دغه پلاوی د بنګله دېش له کرکټ بورډ سره د وروستي جنجال په اړه خبرې وکړي او نړیوال جام کې د دوی د ګډون په تړاو رامنځته شوې ستونزه حل کړي، خو ښکاري چې، دا ستونزه لا پسې اوږده شوه.
آیسيسي تر اوسه د دې موضوع په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دې وضعیت بې له شکه د دواړو هېوادونو ترمنځ لا له وړاندې ترینګلې سیاسي فضا نوره هم خرابه کړې ده.
ستونزه کله رامنځته شوه؟
هند د آی پي اېل له لوربو د بنګله دېش لوبغاړی مستفېظ الرحمن وویست چې، دې پرېکړې بنګله دېشیان سخت په غوصه کړل او بنګله دېش یې په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې، په هند کې راتلونکي نړیوال جام کې ګډون نه کوي.
بنګله دېش له ای سي سي وغوښتل چې د دوی د لوبو لوبغالي نورو هیوادونو ته بدل کړي خو لا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.