Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏مسوولان: د هلمند پنبه د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران...

‏مسوولان: د هلمند پنبه د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادریږي

تاند( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د هلمند سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، د افغانستان پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او اوس د پاکستان پر ځای دغه محصول ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادریږي.

هملند کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی زیاتوي چې، پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته نوي فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا مهال د افغانستان پنبه د بنګله‌دېش، ترکیې او ایران بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کیږي.

د یادونې ده، پاکستان سره د نږدې څلور میاشتو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته افغان سوداګر د بدیلو لارو په لټه کې شوي دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې افغانستان له بدیلو لارو په استفادې توانېدلی د سوداګریزو زیانونو لویه برخه جبران کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...