دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهظفرمحسن په اوکټاګون نړیوال سازمان کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه

ظفرمحسن په اوکټاګون نړیوال سازمان کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) افغان لوبغاړي ظفر محسن په جرمني کې د اوکټاګون په سیالیو کې خپل سویډني سیال ته ماته ورکړه.

محسن په دې بریا سره په دغه نړیوال سازمان کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

دا سیالي پرون د شنبې په شپه د ډسلډورف په ښار کې د ۶۶ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې ترسره شوه. محسن، چې د لومړي ځل لپاره د اوکټاګون پنجرې ته ننوت، د دریو زړه راښکونکو پړاوونو وروسته د سویډن سامویل بارک ته د پوائنټونو په توپیر ماتې ورکړه.

له دې بریا سره، د هغه د مسلکي بریاوو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

محسن وایي، دا بریا نه یوازې د هغه لپاره ارزښتناکه تجربه ده، بلکې د نړۍ په ډګر کې د افغان لوبغاړو وړتیا هم ښیي.

اوکټاګون په اروپا کې د ازادو سیالیو یو له خورا معتبر سازمانونو څخه دی، چیرې چې د ټولې نړۍ مسلکي لوبغاړي برخه اخلي.

د ظفر محسن بریا کولی شي په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د پراخ شتون لپاره لاره هواره کړي او د رزمي لوبغاړو نوی نسل الهام کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...