پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمنظور پښتین په نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې خلک لاریون ته بللي

منظور پښتین په نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې خلک لاریون ته بللي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر اروپا مېشتو پښتنو غړکړی، چې په سویس زیرلینډ کې د نړیوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه لاریونونه وکړي.

منظور احمد پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سویس زیرلینډ په ډېوس،نړیوال اقتصادي فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان د حکومت مشران هم ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد اقتصادي فورم پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو ښه چانس دی.

پښتین ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

پښتین پاکستاني پوځ ته په خطاب کې لیکلي چې، دوی یوازې یو کار را اخیستی چې، پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات لوټ کړي.

نوموړي له خلکو غوښتنه کړي، د نړیوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال د لاریون لپاره کمپاینونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړیواله څلور ورځنۍ غونډه سبا نه بل سبا پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...