پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ۱۹کلنو نړیوال جام: افغانستان نن د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبېږي

د ۱۹کلنو نړیوال جام: افغانستان نن د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبېږي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله نن یکشنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبې د نولس کلنو د نړیوال جام اړوند دي.

افغان لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې سویلي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه او په بریا یې پيل وکړ.

په یاد جام کې تېر ماښام بیا دهند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې، هندۍلوبډلې پکې بریاخپله کړه.

هند بنګله دیش ته د ۲۳۹ منډو هدف ټاکلی وو، خو که څه هم بنګله دېش په لومړیو کې په زړه پورې توپوهنه پيل کړې وه، ولې تر باران وروسته ستونزو سره مخ شوه.

دغه لوبه د باران له امله وځنډېده او د ډی ال ایس میتود له مخې بنګله دیش ته هدف تر ۱۶۵ منډو راښکته کړای شو خو بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپير بایلوده.

د افغانستان ترڅنګ په نړیوال جام کې نن یک شنبه د انګلستان او زمبابوې نولس کلنې ملي لوبډلې هم سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...