تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د افغانستان مشهور سندرغاړی شفیق مرید وایي طالبانو یې په کابل کې د« رایان چلډرن» په نامه د یتیمانو روزنځای ور وتاړه.
هغه په خپله فېسبوک پاڼه په یوه تازه پوسټ کې لیکي: « په ډېر خواشینې سره ، زه او زما د رایان چلډرن ټیم اړ یو چې له تاسو سره هغه خبر شریک کړو چې ښايي زموږ د سفر تر ټولو دردناک خبر وي.زمونږ روزنتون (رایان چلډرن) تړل شوی دی.»
هغه لیکلي، دوه ورځې وړاندې پرته له مخکینۍ خبرتیا طالب چارواکي د ده روزنتون ته ورغلي او ورته ویلي یې دي چې، د دوی د مشر هبة الله د فرمان له مخې ټول خصوصي یتیمخانې باید د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
هغه لیکلية « موږ ته وویل شول چې دا پرېکړه د ټولو هغو خصوصي بنسټونو لپاره ده چې په همدې ډول فعالیت کوي، نه یوازې د رایان چلډرن لپاره.»
مرید زیاتوي چې طالبانو سمدلاسه هغه ماشومان چې په دې روزنتون کې تر پاملرنې لاندې وو، دولتي روزنتون ته ولېږدول.
هغه لیکلي:
« موږ سملاسي د ماشومانو سرپرستان خبر کړل، هغوی هم اړوندو ادارو ته ولاړل او خپل ماشومان یې بېرته ترلاسه کړل. ځکه چې رایان چلډرن د مرستو او میاشتنیو ګډونونو له لارې تمویل کېده، موږ دا هم خپله دنده او هم ستاسو حق بولو چې تاسو په بشپړه توګه د پېښو څخه خبر کړو. له همدې امله، موږ ټول میاشتني ګډونونه او د ویبسایټ له لارې چې رایان روزنتون ته کومې مالي مرستې کیدلې، سمدلاسه درولي دي. خلکو زموږ سره د یوې ځانګړې موخې لپاره مالي مرستې کولې، او موږ دا سم نه بولو چې په داسې حال کې چې موږ ته په رسمي ډول د تړل کېدو امر شوی، لا هم مرستې راټولې کړو.»
شفیق مرید وایي، دا ناڅاپي او نه اټکلېدونکې پېښه موږ له ژور غم سره مخ کړي یو.
هغه وایي که څه هم اوس وخت لپاره یې روزنتون او یتیم خانه وتړل شوه خو نا هیلی نه او هڅه به کوي څو افغان یتیم ماشومان وپالي.
هغه وایي: «که تاسو هره میاشت زمونږ له ماشومانو سره دوامدارې مرستې کولې، نو مونږ به ډېر ژر د بریښنالیک له لارې څخه تاسو سره خپل نوی پلان او تازه معلومات شریک کړو که مو غوښتل او خوښه مو وه، نو خپلو مرستو ته دوام ورکولی شئ.
هغه له ټولو ملاتړ کوونکو مننه کړې چې، له ده سره یې د یاد روزنتون په پرمخ وړلو کې مرسته کړې او لاسنیوی ېې کړی دی.
دا سوالونه او اندیښنې باید ولرو:
که مؤسسات تړل کیږی بدیل یی طالبان وړاندی کوی شی ؟
په تیرو څلورو کلونو کی څومره صحی او تعلیمی مراکز تړل شوی ؟
په همدې موده کی د کومو مالی او غذایی مساعداتو مخه ډب شوی؟
په کوم شمیر نارینه او ښځې له خبلو وظایفو شړل شوی او ځای یی بی مسلکه ،نااهل ،مفتخورو او بی خرد طالبانو اشغال کړی او یو باایمانه او عادل انسان پیدا نشو چي ووایی : زه ددی کرسۍ ،اهل نه یم ، هغه بل ورور یا خور به څه کوی ؟ ما ته نوی مناسبه وظیفه ایجاد کړی چي د بل حق پکی تلف نشی او دا الهی او ملی امانت دی ،دا زما ایمان او انسانیت سره نه ښایی ځکه رسول الله ص معلم بشریت فرمایی :څه چي ځان ته خوښوی هغه خپل بل مسلمان ورور ته هم وغواړی ورنه ایمان مو کامل ندی.
متقاعدینو ،کونډو،مساکین او ایتامو ته به کوم عاقل امیر، پاملرنه خپل مسؤلیت وګڼی .
تاریخ خلفاء راشدین کی په زرین خط لیکل شوی : خلفاء او امراء مسلمین به د شپی په تیاره کی د مدینی په کوڅو کی ګرځیدل چي د کونډې ،یتیم ،فقیر او مسکین له حال خبر او اداء د مسؤلیت وکړی ،ته چیری یی امیر کچلاک و امثالهم !!!!
ملت انتظار درلود ستا په امارت کی به بشارات وی نه نفرتونه
بشروا ولا تنفروا
اعدلوا هو اقرب للتقوی
انماالمؤمنون اخوة
خو تر اوسه ګراف د بشارت له صفر خوځیدلی ندی خو تنفر او فرار میلیونی شوی او لوږه خلک د خوګ د غوښی خوړلو ته نژدې کړی .
ستاسی انحصار چي د پیړیو لوږی ،تحقیر او بی عزتی زیږنده ده ،دا تقصیر د ملت ندی ،مقصر علما او امرا دی ، د هغی په بدل کی ملت مه تحقیروی او ځان د ملت نه بیګانه مه جوړوی چي مسلمانی او افغانیت مو تر سوال لاندی راولی .
ملا صاحب ځان ته اخلاق د انتقاد تعریفوی خو بدوی بیسواد په حفل تخرج د طب پوهنځی کی کالحیوان درنده حملی کوی او د تبریک او شکر پر ځای خپله خرزادګی اثباتوی ،حال دا چی الله متعال فرمایی :أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم…
خلاصه دا چی : لوږه او انحصار پر امراوو ډیر غالب دی او دا خصوصیت د صحیح فهم او عمل لپاره لوی خنډ دی .
صحابه رض عنهم چي په ایمان او تربیت ماړه وو حتی خپله ډوډی یی د حاجتمندو سره شریکوله چي قرآنکریم ور باندی شاهد دی :
و یطعمون الطعام علی حبه مسکینا و یتیما و اسیرا…
نو کبیر جانه د خبرو د انحصار حق هم د جهالت لوړه درجه او فُل حماقت دی له خیټو یی مه بادوی دا ملت ۹۹،۹٪ مسلمان او مجاهد دی ؛دین له هغوی زده کړی که عقل لری ؟