Homeخبرونهاسټرالیا پر ټولنیزو رسنیو د ماشومانو ۴٫۷ میلیونه حسابونه ډیلیټ کړل

اسټرالیا پر ټولنیزو رسنیو د ماشومانو ۴٫۷ میلیونه حسابونه ډیلیټ کړل

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) استرالیا د ټولنیزو رسنیو له اغېزو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره یو پرېکنده ګام پورته کړ.

له همدې امله، د اسټرالیا حکومت د ماشومانو او کم عمره کسانو میلیونونه حسابونه ختم کړي دي.

چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د ماشومانو د ساتنې لپاره پورته کړی څو دوی د ټولنیزو رسنیو له منفي اغېزو خوندي وي.

د دې ترڅنګ دا پرېکړه د ټکنالوژۍ شرکتونو ته یو روښانه خبرداری هم ورکوي څو د دغه هېواد له اصولو سره سم فعالیت وکړي.

دا بندیز د ډسمبر په لسمه لګول شوی و او تر هغه وروسته عملي هم شو.

په همدې حال کې، د استرالیا حکومت د قانون د پلي کولو لپاره سخت دریځ خپل کړی او هغو شرکتونو ته یې ګواښ کړی چې د قانون له مراعتولو پرته به پرې جریمه ولګوي.

حکومت هیله لري چې پر شرکتونو دجریمې لګولو په صورت کې به د راتلونکو سرغړونو مخه ونیسي.

تر دې پرېکړې وروسته اسټرالیا د نړۍ لومړنی هیواد شو چې، دا ډول اقدام کوي او د ماشوم ساتنې لپاره جدي ګامونه اخلي.

په دې بندیز کې د هغو ماشومانو حسابونه لرې کړای شول چې، عمرونه یې له ۱۶ کلونو کم وو.

د ټولنیزو رسنیو پوهان هم د ټولنیزو رسنیو او ځوانانو د ذهني روغتیا اړوند پر پالیسي جوړوونکو، د ټکنالوژۍ پر شرکتونو، څېړونکو، میندو او پلرونو او ځوانانو غږ کوي چې په ګډه کار وکړي او ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو لپاره خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...