تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې، د روان ۱۴۰۴ مالي کال له پیل راهیسې یې د پلازمینې په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۱۱ میلیارده او ۷۳۰ میلیونه افغانۍ د میاشتنیو نغدي مرستو په توګه پر اړمنو وېشلي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې، دغه مرسته یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو بانکي حسابونو ته لېږلي دي.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن شنبه خپره شوې راغلي، چې دا مرستې په بشپړ شفافیت سره د نږدې ۶۵۰ زره مستحقو کسانو حسابونو ته حواله شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د مرستو د وېش بهیر لا هم دوام لري.
دا خبرپاڼه داسې مهال خپرېږي چې، سږ کال د تلې میاشت کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس فيصل خاموش ویلي وه، چې تر اوسه پورې ورسره ۶۹۴زره ۹۷۸کونډې، یتمیان او معلولین د مرستو لپاره ثبت شوي دي.
خاموش هغه مهال زیاته کړې وه،چې مرستندویه ادارو سږ کال له ۷۰زره اړمنو کورنیو سره د ۱۰مېلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې کړې دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، پرون د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه، او زیاته کړې وه چې، افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
یادې ادارې زیاته کړې وه چې، ډېری داسې کورنۍ هم شته چې د اړتیا د پوره کولو لپاره په کم عمر کې لوڼې ودوي.