پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد لاریونونو له وېرې؛ پاکستان له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر...

د لاریونونو له وېرې؛ پاکستان له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) پاکستاني رسنیو ویلي چې، حکومت یې په ایران کې د لاریونونو او ناکراریو له امله دغه هېواد سره پر پوله خپل پوځي حضور او امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا اقدام د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښونو مخنیوي او په سرحدي سیمو کې د ثبات ساتلو په موخه شوی دی.

د پاکستان امنیتي او پوځي ځواکونه په ټولو هغو سیمو کې چې له ایران سره پوله لري، په ځانګړې توګه په بلوچستان ایالت کې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي چې ځمکنۍ ګزمې زیاتې شوي، سرحدي پوستې پیاوړې شوي او په دې سیمو کې د مشکوکو حرکتونو استخباراتي څارنه ګړندۍ شوې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د ایران دننه بې‌ثباته وضعیت ته په پام سره، د خلکو د ناقانونه تېرېدو، قاچاق او د وسله‌والو عناصرو لخوا د نفوذ په اړه اندېښنې موجودې دي.

اسلام‌اباد، په داسې حال کې چې پوځي چمتووالی زیاتوي،چې په ایران کې یې د کړکیچ سوله‌ییز مدیریت غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هیواد داخلي پرمختګونه باید د سیمې بې ثباتۍ لامل نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...