دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهانګلستان شاوخوا ۵۰ زره کډوال له دغه هېواده شړلي دي

انګلستان شاوخوا ۵۰ زره کډوال له دغه هېواده شړلي دي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د انګلستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۴ کال راهیسې، نږدې ۵۰ زره ناقانونه کډوال له دغه هېواده شړلي دي.

دغه وزارت وویل چې دا اقدامات د کډوالۍ قوانینو د پلي کولو او د ناقانونه پاتې کېدو باندې د کنټرول د ټینګولو د هڅو د یوې برخې په توګه اخیستل شوي دي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت پرون جمعه ویلي چې، په دې خلکو کې هغه کسان شامل دي چې د پناه‌غوښتنې ادعاوې یې رد شوې وې یا بهرني مجرمین وو.

سرچینه زیاتوي چې،دغه راز هغه خلک چې د انګلستان د کډوالۍ قوانین یې مات کړي وو هم شړل شوي دي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکو ټینګار وکړ چې د دې پروسې موخه  یې په هېواد کې د ناقانونه پاتې کېدو او کډوالو مخنیوی دی.

انګلستان ویلي چې دا د کډوالۍ د پراخو اصلاحاتو د یوې برخې په توګه ترسره کیږي.

انګلستان داسې مهال دا راپور خپروي چې، بل لورته تېره پنجشنبه امریکا هم اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو کډوالو د پناه‌غوښتنې کېسونه یې په بشپړ درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...