Homeخبرونهد ویسټ انډیز او نړیوال جام لپاره اعلان شوو نوملړونو کې بدلون...

د ویسټ انډیز او نړیوال جام لپاره اعلان شوو نوملړونو کې بدلون راغی

تاند( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د نوین ژوبلېدل منلي او زیاته کړې ده چې، هغه به راتلونکو لوبو کې نه وي.

کرکټ بورډ ییلي، د اړوند ډاکټرانو د طبي راپور له مخې، د نوین الحق د ښي لاس د اوږې په هډوکي کې د ډېر فشار له امله رامنځته شوی درز (Stress Fracture) په بشپړ ډول نه دی رغېدلی چې، له امله یې نوموړی لا هم د درد احساس کوي او انګلستان هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوی.

خبرپاڼه کاږي چې؛ پر همدې بنسټ به نوین الحق ونه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو برخه و اوسي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ د نوین الحق پرځای ضیاء الرحمن شریفي چې، د همدې سیالیو په نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د نوین الحق پر ځای نوملړ ته شامل شوی دی.

د ضیاألحق شریفي پرځای بیا فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو نوملړ ته ور زیات شوی دی.

1 COMMENT

  1. بیا یې فرید ور زیات کړ د هغه شاته کیناستل د لوبولو په معنی دي. د کرکټ بورډ دې بیخ ووځي چې دده نه یې نه اړوي او د ټول ملت د شکایت خلاف ځي. ولې هیواد کې بل لوغاړی نشته چې همدا فرید بوڅ بوڅ کوي. دا وطن نه جوړیږي او نه فساد ختمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...