تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتونیو ګوترش» سره په ټلېفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د امریکا پر لاسوهنې نیوکه کړې او له دغه سازمان یې غوښتي چې د امریکا لاسوهنې وغندي.
عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي چې په ایران کې د وروستیو ناارامیو تر شا د امریکا او اسرائیلو لاس دی او ملګري ملتونه باید دا لاسوهنې په کلکه وغندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ټینګار کړی چې هېوادونه باید د ایران په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د ملګرو ملتونو منشور مراعات کړي.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي مرستیال هم خبرداری ورکړی و چې هېواد یې جګړه نه غواړي، خو پر تهران هر ډول تېری به بېځوابه پرېنږدي.
نوموړي ټینګار کړی و چې د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي اقدام ځواب د تهران قانوني حق دی.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو نږدې شلو ورځو راهیسې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي، خو ایراني چارواکو اوسمهال وضعیت نورمال ښودلی دی.
بل لورته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې ایران د نږدې ۸۰۰ لاریونوالو د اعدامولو حکمونه لغوه کړي دي.