پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمحمودخان اڅکزی: له کورونو د خلکو ایستل او ویرول هم ترهګري ده

محمودخان اڅکزی: له کورونو د خلکو ایستل او ویرول هم ترهګري ده

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) ‏د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی وايي، ترهګري یوازې ټوپک او چاودنه نه، بلکې دا هم ترهګري ده چې بې‌ګناه خلکو ته وویل شي  چې خپل کورونه پرېږدي.

هغه زیاتوي، په سړه هوا کې کورنۍ په لاریو کې بارېږي او هغه ځمکې پرېږدي چې له کلونو کلونو راهیسې پکې مېشت وو.

اڅکزی وايي، هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي چې په کال کې زرګونه کیږي او بس یوازې د «ترهګر» ټاپه پرې لګېږي؛ ویره خپرول خپله اصلي ترهګري ده.

اڅکزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، بل لورته تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په تازه ګډ راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او توقیف لړۍ د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ سلنه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د جنورۍ له لومړۍ تر لسمې پورې، تر ټولو ډېرې نیونې په چاغي، پشین او د اسلام‌اباد د پلازمېنې په شاوخوا کې ثبت شوې دي.

په همدې موده کې، ۷۳ سلنه نیونې په بلوچستان ایالت او ۱۶ سلنه په اسلام‌اباد کې شوې دي.

راپور څرګندوي چې د (ای سي سي کارت) لرونکي او بې‌اسناده افغانان د ټولو نیول شویو کسانو ۸۷ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د ثبت سند (پي او ار کارت) لرونکي افغانان ۱۳ سلنه برخه لري.

د یونسیاراو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې، په ټولیز ډول ۱۳۰ زره او ۹۹۹ افغانان په پاکستان کې نیول شوي یا توقیف شوي دي.

تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې ثبت شوې چې ۶۸ سلنه جوړوي، ورپسې اسلام‌اباد په ۱۹ سلنه، خیبرپښتونخوا په ۶ سلنه، پنجاب په ۴ سلنه او سند په ۳ سلنه کې ځای لري.

دغه بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې افغانان باید له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه ووځي، کنه د جبري ایستلو له خطر سره به مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...