دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهد ویسټ‌انډیز پخواني مشهور لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړي...

د ویسټ‌انډیز پخواني مشهور لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړي وستایل

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د ویسټ‌انډیز پخواني کرکټ لوبغاړي او نامتو مبصر اېن بېشپ د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته له دوی سره کتلي او افغان لوبغاړي یې د تېرې غوره لوبې له امله ستایلي دي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې د ویسټ‌انډیز پخواني لوبغاړي او د کرکټ مشهور مصبر اېن بېشپ د افغان لوبغاړو سره د لېدنې پرمهال د کرکټ په برخه کې خپلې تجربي شریکې کړي او ویلي یې دي، چې ټوله نړۍ د افغان ځوانانو لوبې له نږدې څاري.

نوموړي د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو د پرون ورځ غوره لوبې ته په اشارې ویلي، چې په خپلو غوره لوبو سره د نړۍوال جام په راتلونکو سیالیو کې لا غوره پایلې ترلاسه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه سبا یکشنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...