تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په تازه ګډ راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او توقیف لړۍ د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ سلنه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، د جنورۍ په لومړیو اونیو کې د افغانانو نیول د تېرې اونۍ په پرتله ۱۸ سلنه زیات شوي دي.
د جنورۍ له لومړۍ تر لسمې پورې، تر ټولو ډېرې نیونې په چاغي، پشین او د اسلاماباد د پلازمېنې په شاوخوا کې ثبت شوې دي.
په همدې موده کې، ۷۳ سلنه نیونې په بلوچستان ایالت او ۱۶ سلنه په اسلاماباد کې شوې دي.
راپور څرګندوي چې د (ای سي سي کارت) لرونکي او بېاسناده افغانان د ټولو نیول شویو کسانو ۸۷ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د ثبت سند (پي او ار کارت) لرونکي افغانان ۱۳ سلنه برخه لري.
د یونسیاراو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې، په ټولیز ډول ۱۳۰ زره او ۹۹۹ افغانان په پاکستان کې نیول شوي یا توقیف شوي دي.
تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې ثبت شوې چې ۶۸ سلنه جوړوي، ورپسې اسلاماباد په ۱۹ سلنه، خیبرپښتونخوا په ۶ سلنه، پنجاب په ۴ سلنه او سند په ۳ سلنه کې ځای لري.
دغه بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې افغانان باید له اسلاماباد او راولپنډۍ څخه ووځي، کنه د جبري ایستلو له خطر سره به مخ شي.
دغه راز په اپرېل میاشت کې د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنولو پلان» دویم پړاو پیل شو چې د «ای سي سي» کارت لرونکي افغانان هم پکې شامل و.
همداراز په جولای کې د رسمي فرمان له لارې د «پي او ار » کارت لرونکو د ایستلو بهیر پیل شو او د سپټمبر لومړۍ نېټه ورته وروستۍ نېټه وټاکل شوه.
بلخوا، د سره صلیب نړیوال فدراسیون د وضعیت ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پایه پورې، له ایران او پاکستان څخه تر ۵.۲ میلیونو زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې دا یو بېساری بهیر بلل کېږي او له سخت بشري بحران سره مخ افغانستان باندې یې فشارونه لا زیات کړی دی.
یوازې له ایران څخه تر ۳.۶ میلیونو زیات افغانان راستانه شوي چې له دې ډلې ۱.۲ میلیونه یې په جبري توګه ایستل شوي کسان دي.