Homeخبرونهټرمپ وایي: ایران د څه باندې ۸۰۰ کسانو د اعدام حکم لغوه...

ټرمپ وایي: ایران د څه باندې ۸۰۰ کسانو د اعدام حکم لغوه کړی

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه) ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کمېدو وروسته؛ ډونالډ ټرمپ وايي چې تهران د څه باندې ۸۰۰ کسانو د اعدام حکم لغوه کړی دی.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه له ایراني چارواکو مننه کړې چې، د سلګونه لاریونوالو د اعدام حکم یې لغوه کړی دی.

تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي وو چې، تهران تر دې دمه هېڅ لاریون کوونکی نه دی اعدام کړی او نه د دې اقدام هوډ لري.

ټرمپ دا څرګندونې له هغو خبرو څو ورځې وروسته لیکلي چې ویلي یې وو دا مهال په ایران کې د لاریونوالو وژنه درول شوې ده، او په همدې خاطر د تهران پر وړاندې له پوځي اقدام پر شا شوی و.

په دې وروستیو کې د تهران او واشنګټن اړیکې په ایران کې د حکومت ضد پراخو لاریونونو له امله ترینګلې شوې وې او ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایراني چارواکي د ایراني لاریونوالو وژنه ونه دروي نو د دغه هېواد پر وړاندې به پوځي اقدام وکړي.

کارپوهان وایي، د امریکا د ولسمشر له دې څرګندونو ښکاري چې ګواکې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه کابو شوي او وضعیت نورمال حالت ته ګرځېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...