پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د ټل مشاعره

د《۱۳۷۲》لمریز د دوبي سخته ګرمي وه، ننګرهار پوهنتون رخصت شوی و، کله به چې پوهنتون رخصت شو، نو زما زړه به راتنګ شو او مخ په پېښور به شوم، پېښور بیا هم ښه و، که نور څه نه وو؛ یار و دوست، ازادې خبرې، سندرې، کیسې او ټوکې ټکالې په کې وې، پېښور زړه تنګی نه و، دوپ او ګرمي یې ډېره زیاته وه، خو فضا، هوا او د خلکو ناسته یې ډېره ښکلې وه، زړه تنګوونکی ځای نه و:《پېښور چې نه خورې، بد پرې مه وایه.》دا خو نو پخوانی متل دی.

 د پېښور په کوڅو، واټونو او بسونو کې له ګرځېدو به مې هسې خوند اخیست، خو چې کابل به رایاد شو نو یو شین لوګی به مې له خولې وخوت.

د پېښور د صدر ننداره مې وکړه، دا ځای د نندارې ځای دی، د پوهاند زیار او پسرلي کورونه په نوتیه کې یو بل ته مخامخ دي، د پسرلي صاحب اخلاص ډېر زیات و، خوږ مجلس یې کاوه، پسرلی صاحب ښه مېلمه پال او  حوصله من سړی و، کله به چې زه دده کور ته لاړم، بېرته به را ته د راوتلو لار  نه ښکارېده، زړه به مې دده له مجلسه تګ ته  نه کېده، دی ډېر خوش صحبته سړی و، بل که د ځان صفت و نه شي، نو زه پرې ګران وم، نه به یې پرېښودم، کیسې به یې راته کولې. همدا به یې را ته ویل:

: – مه ځه، دلته اوسه …

پسرلی صاحب ډېر مهربان او  خوږ انسان و.

 د صدر له نندارې، ستړیا او ګرمۍ نه د پسرلي صاحب کور ته لاړم، پسرلی صاحب خپله راووت، د بېټک ور یې پرانیست، ویل یې:

– راځه!

شربت، چای، هرڅه یې راوړل، په زهیر ځان یې زما خدمت کاوه، حال و احوال یې وپوښت.

یو څوک راغی، ور ته ویې ویل:

– پسرلی صاحب!؟

– د ټل مشاعره ده، د محمدین مقید زوی په نوې هډه کې ستاسې انتظار باسي، ، بیا یې د زیار صاحب د کور پوښتنه وکړه.

پسرلي صاحب په ګوته ور وښود:

–  دغه مخامخ دی.

زیار صاحب ته یې ور وټکاوه، زیار صاحب راووت، د مشاعرې خبره یې ورسره غوټه کړه، د بېټک ور د زیار صاحب کور ته مخامخ و، په ما یې سترګې ولګېدې، راته ویې ویل:

– والکه! ته څه وخت راغلی یې؟

– کوم ځای نه؟

– ننګرهار نه؟

– دا څو ورځې کېږي استاده!

– ښه!؟ کور کلي کې خیر و؟ پلار دې ښه و؟

د وړو غټو پوښتنه یې وکړه، زیار صاحب هم ډېر زړه سواندی او مهربان انسان دی، دی هم د پسرلي صاحب بېټک ته راغی، را سره کېناست، درېواړو خبره غوټه کړه چې دې مشاعرې ته به ځو، له همدې ځایه به په ګډه حرکت کوو.

پسرلي صاحب سره مې غرمه شوه، ما ور ته وویل:

– استاده! ته مې ډېر په عذاب کړې.

هغه پر وچو وښکو ګوتې راښکلې:

– دا خبره مه کوه، زه خو تا غوندې سړي ته ډېر خوشحالېږم، خدای دې وطن جوړ کړي چې لاړ شو او په خپلو پراخو هوجرو، دېرو او بانډو  وګرځو.

په دې ناسته  کې یې راته د کونړ سفر یاد کړ، ویل یې:

– یو کال کونړ ته د چمبېلي صاحب دېرې ته لاړم، ډېر خوش صحبته انسان و، د هغه دېره او هوجره د غره په ډډه کې وه، سخت خوند مې ترې واخیست، شپه مې ورسره وکړه، اوس مې هم هغه شپه، د چمبېلي صاحب مرکه او ناسته ولاړه یادېږي، کونړ عجب ځای و، خلک یې هم ډېر ښه خلک وو او چمبېلی صاحب خو بېخي ښه سړی و.

تر ماسپښینه مو په همدې خبرو اترو او خوراک څښاک ورځ لنډه کړه، له دې ځایه درېواړه مخ په نوې هډه وخوځېدو، د سترګو په رپ کې نوې هډې ته ورسېدو، هلته را ته د غم لایقه د محمدین مقید زوی منتظر و، موږ دېواړه یې په یوه فلاین کوچ موټر کې کېنولو، دا وخت همدا درې وو، یو نیم کس بل هم راپیدا شو، یو سورسپین، قره قلۍ  پر سر کس چې یو موټی ږیره یې هم پرېښې وه، را سره ملګری شو، دی ډېر غږېده، پسرلي صاحب ویل: دا سعادت سحر دی.  شېبه لا تېره نه وه چې حنیف خلیل هم راپیدا شو، حنیف خلیل مې پېژانده، یو بل شاعر و، لاس یې نه و، حنیف خلیل ورته《ناساپه》وایه، دا هم راغی، څو کسان برابر شوو، فلاین کوچ کې کېناستو او مخ پر ټل روان شوو، دا مې ړومبی ځل و چې ټل مې لیده، تر دې وړاندې خو مې کواټ لیدلی و.

د کوهاټ  په غاښي واوښتو، پسرلي صاحب کیسې کولې، ورو ورو غږېده، زیار صاحب ګرمۍ راخیستی و، ځای ناځای به چې موټر ودرېد، نو ده به منډې کړې، پایپ ته به یې سر ونیوه او یا به یې دسمال لوند خیشت کړ او په سر به یې واچوه، سخته ګرمي وه.

په ګمکول کمپ واوښتو، تر دې ځایه مې دا لاره لیدلې وه، اخوا مې دې خدای مل شي، ګرمۍ خوله لګولې وه، خو د لارې منظرې نازولو، ځای ناځای به د ونو ساړه سیوري  څانګې څانګې را خواره شول، ورو، ورو هوا سړېده، تر پېښوره یې بلا هم ښه وه.

 تېر مازیګر ټل ته ورسېدو، کوربنو ځای برابر کړی و، موږ څو تنه یې د یو چا په کور ننه ایستو، نه پوهېږم د چا به و؟ خو دلته یې د ډوډۍ انتظام کړی و، له موږ سره په کوټه کې د مروتو کسرونو لیکوال، بیټني او غازي سیال په نامه شاعران هم ملګري شول، نور هم وو خو اوس را نه هېر دي.  موږ له دوی سره په خبرو کې وو چې یو منډلی، تک سور سپین ځوان راغی،  ټولو سره یې اشنا روغبړ وکړ، پسرلي صاحب وویل:

– دا لطف الله مشعل دی.

هغه راوپېژانده، مشعل همدلته اوسي، د مشاعرې وخت شو، د ښار په یوه سرای کې یې په آزاد فضا کې دریځ ایښی و، شاوخوا یې څوکۍ پرتې وې، موږ چې څنګه ور ننوتو، نو د مشاعرې لوډسپیکر وکړنګېده، ټول خلک کله د کلي سندرغاړو ته  په یو خاص شوق او ذوق را ټول شوي وو، په دې کې ځینې په دې تمه وو چې اوس به یو غوږ ته لاس کړي او له ټنګ ټکور سره به غاړه وېسي، خو لکه چې دا ارمان یې پوره نه شي، ځکه دلته خو ټولې پښې ګرګې راغلې وې، بې ذوقه خلک هم په کې وو، چغې به یې کړې:

– بیا یې ووایه، واه …

چټي، چټي شعرونو او شعارونو ته به یې هسې هسې  چغې وهلې، ما وویل:

– دا خلک لکه چې په شعر نه پوهېږي، خو چې شپه څومره اوږدېده او نیمایي ته رسېده، هوا سړېده، خو مشاعره تودېده، اصل شاعران لکه پاخه سندرغاړي میدان ته را لوېدل، د مشاعرې فضا هوا یې برابره کړه.

دا مشاعره د محمدین مقید په نامه وه، محمددین مقید ددې سیمې یو لوی شاعر و، د سیمې پر خلکو ډېر ګران و. صاحب دیوان شاعر و، ما ویل؛ دا به کوم یو وي؟ ځکه چې ما یې شعر نه و اورېدی، خو دده په یوه مشهور شعر مشاعره شروع شوه:

ګیله مې ځکه وکړه وه زما یاره شېرینه

زه ستا د غاړې هار یم

دا شعر سردار علي ټکر ویلی و، دا شعر د مقید و، زیار صاحب سره خوا کې ناست وم، ویل یې:

ـ ته اوس دا ګوره، که څه وایم، جانې کډه کوي، ګنې مقید ته څه اړتیا؟ دلته کم پښتو نومونه دي چې تا پر ځان مقید نوم کېښوده.

 ما ورته وویل:

ـ استاده ژباړې خو به یې نه؟

هغه خوله تاوه را تاوه کړه:

ـ ورسره په کار خو دي، خو بیا به ترې بېخي بل څه جوړ شي.

له دغه مشهوره شعره بد شاعر نه معلومېده، خو ټول یې همداسې وي، پسرلي صاحب ویل:

ـ دا هم ټکر په خوله کې ډېر اړولی را اړولی دی.

زیار صاحب ویل:

ـ کوم ځل مې پخوا  لیدلی هم دی، خو چې پسرلی صاحب یې وا نه وري دا یو هم له سبیل مړې قافیې نه تېرېږي.

مشاعرې  د سهار تر بانګه وړانګې وغځولې، ګڼ شمېر شاعرانو شعرونه واورول، موږ هم په کې اغه دغه خواري وکړه، ایله یو بیت استقبال شو:

ته د نښترو له منځ وځه، هسکه سپینه غاړه

موږ د کابل لارو ته ګورو  پرې زخمونه ګنډو

دا یو غزل و، ما په سوات کې لیکلی و، هلته په یوه ځنګل کې ناست وم، کابل رایادېده، په یاد مې یې دغه غزل ولیکه، دا غزل مې  ښې او بدې ته ساتلی و، په دې مشاعره کې مې واوراوه، پسرلي صاحب ډېر وهڅولم، داد یې راکړ، زیار صاحب هم راته وویل:

– شابسې! ښه غزل دې وویلې، خو ازاد شعرونه لیکه، دا قافيي نورې پرېږده.

د پسرلي هڅونې د غزل په برخه کې نوې وې،همدا یې ویل:

ـ ازمون جانه ته دغزل لپاره ښه ذهن لرې.

 مشاعرې خوند وکړ، شپه مو په شعر رڼه کړه، خوب نه و، کیسې وې، زیار صاحب بېټنی او یو بل وزیر یې  را  نیولی و، نوي ټکي یې ددوی له خولو لیکل.

ماته یې وویل:

– زه خو پخوا ګرځېدلی یم، ډېر وییونه مې راټول کړي دي، د《وړاندیز》کلمه هم له وزیرستان نه راغلې ده. دا سیمه د کره او نږه پښتو ښه وییزېرمه لري.

زیار صاحب د دې خلکو په لهجه بحثونه کول، پسرلي صاحب بیا  پر شعر غږېده.

سهار چې څنګه کوڅې له خلکو ډکې شوې، نو موږ هم خپل ګوډی تر څنګ کړ او مخ په پېښور وخوځېدو، لاره کې ترنمونه وو، کیسې وې، شعرونه وو، له دې ښکارېدل چې لا هم دا خلک ډک پاتې وو.

کله چې متنو ته ورسېدو، زیار صاحب اشاره وکړه:

– راځه چې دلته ښکته شوو، لطیف اپریدی به وګورو.

خبره غوټه شوه، پسرلی صاحب د کور لاره غوره وګڼله،  ښکته نه شو، موږ په یوه خوړ کې واچول، لطیف اپریدی خو ما په کابل کې لیدلی و، خوږ سړی و، د لطیف اپرېدي کلي ته مو هی کړل، همدا د خوړ لاره مو ونیوه، ګرمي هم وه، خو د لطیف لالا مینې راخیستي وو، په ګرمۍ نه وو، دا نو د جومې ورځ وه، کله چې هوجرې ته ورسېدو، ګڼ خلک راغلي وو، خو لطیف لالا په کلي کې نه و، زیار صاحب وویل:

– راځه کټونه به پیدا کړو چې لطیف لالا راځي؛ موږ به یوه سترګه پټه کړي وي، تیار به ورته دمه یو.

کوربانه دې خیر اوسي، موږ یې یوې سړې کوټې ته وبللو، یوه شېبه مو سترګه خوږه کړه، په همدې کې درز دروز شو، د لالا راغی غږ مو تر غوږه شو.

دا لطیف لالا و، هغه له خندا ډکه غېږ پرانسته:

– پخیر راغلئ، پخیر راغلئ. ستړي مشو ستړي مشو

بیا یې خپلو کسانو ته وویل:

– روټۍ  همدلته خورو.

په همدې سړه کوټه کې یې ډوډۍ برابره کړه، غټې وریجې یې پخ کړې وې، منځ کې یې جورغالی و، سوچه غوړي یې پر مورګو را اوښتل، نوره یې هم څه ټکه پوکه برابره کړې وه، ښایسته غرمنۍ وه، تر مازیګره همدلته پاتې شوو.

بیا یو څو ځوانان راغله، لطیف لالا سره یې د خپلو حرکتونو په باب مشورې کولې، کله یې چې د تګ وخت شو، نو موږ له لطیف لالا مخه ښه واخیسته، لطیف لالا ځوانانو ته وویل:

– دوی دواړه نابلده او زما نازولي میلمانه دي، دا به تاسې سره په موټر کې لاړ شي.

ډاډسن موټر و، زیار صاحب مخکې سیټ کې کېناست او زه شاته په باډۍ کې.

له یو ځوان سره مې خبرې کولې، له ده سره د شمس بونېري یاده وشوه، هغه یې سمدستي شمېره راکړه، دا خبر یې هم راکړ چې:

– شمس اکسېډنټ کړی دی، د کراکړ له غرونو غورځېدلی، په ډېرو ستونزو خبرې کوي.

هغه شمس چې قلقلې به یې وکولې، اوس هغه شمس نه دی.

د ې خلکو تر یو ځایه ورسولو، زیار صاحب خپل کور ته ولاړ او ما د اراباب روډ  لاره ونیوه.

1 COMMENT

  1. پيښور خو زما زړه دی چې را په یادشي له سترګو مې اوښکې راځي ، ژوندی اوسې ازمون صیب ,صحت د غواړم چې نور هم داې ښکلې لیکنې وکړې ! په یوه شي مونږ ټول سره يو ځای کیږو چې هغه ګډ تاریخ اوزمونږ پښتو ده !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...